د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد وايي کابل ته سفر یې له لاسته راوړنو ډک وو


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي د سولې اړوند کابل ته خپل دوهم سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک بللی.

ښاغلي خلیلزاد له افغانستان څخه واشنګټن ته د بېرته ستنېدو پرمهال پر خپل ټوېټر لیکلي چې وروستی او مخکنی سفر یې د افغان حکومت او خلکو سره په نژدې همکارۍ سره له لاسته راوړنو ډک تر سره شوو:

​پر همدې مهال په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي خلیلزاد د نومبر میاشتې ۱۷ او ۱۹مه له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره د خپل سفر معلومات شریک کړل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي‌ خلیلزاد د خپل سفر په ترڅ کې د مدني ټولنو له استازو، په سوله کې د فعالو کسانو، د رسنیو له غړو او نورو حکومتي او غیر حکومتي چارواکو سره هم کتلي.

بیان وايي، ښاغلي خلیلزاد د خپلو لیدنو په ترڅ کې ټینګار کړی چې د تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه باید د ټولو افغانانو نظرونه په پام کې ونیول شي: "سوله د هر افغان هيله ده، متحده ايالات غواړي د افغانانو سره دغې موخې ته د رسېدو په چاره کې مرسته وکړي چې خورا ارزښتمنه ګڼل کېږي، په افغانستان کې د جګړې څلوېښت کاله کېږي، افغانان د سولې وړ دي، موږ غواړو دغې موخې ته د رسېدو په برخه کې د افغانانو همکاران واوسو."

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد د نومبر پر ۸تمه افغانستان او د سیمې هېوادونو ته خپل دوهم سفر پیل کړ.

ښاغلی خلیلزاد له ولسمشر غني سره د لیدنې پرمهال
ښاغلی خلیلزاد له ولسمشر غني سره د لیدنې پرمهال

ښاغلي خلیلزاد په دغه سفر کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره هم وکتل.

نوموړي د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هیله لري له طالبانو سره د سولې تړون د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې وشي.

XS
SM
MD
LG