د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه: داعش په بشپړ ډول مات شوی


د سوریې دیموکراتیک ځواکونه د داعش په وړاندې بریا لمانځي
د سوریې دیموکراتیک ځواکونه د داعش په وړاندې بریا لمانځي

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د شنبې په ورځ د ( فبروري په ۲۳ مه ) په سوریه کې د اسلامي ډولت د دلې یا داعش تر ولکې لاندې د وروستۍ سیمې د نیولو خبر ورکړی او د یادې ډلې په وړاندې یې د بریا اعلان کړی دی.

د باغوز د نیولو عملیات څو اوونۍ مخکې پیل شوي وو. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په دې عملیاتو کې د داعش د سل ګونو جنګیالیو د تسلیمیدو خبر هم تائید کړی دی.

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو ویاند مصطفي بالي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: " د سوریې دیموکراتیک ځواکونه سل په سلو کې د اسلامي دولت ډلې د ماتې او خلافت د له منځه تلو چې په خپل سر یې اعلان کړی وو خبر ورکوي."

مصطفي بالي زیاته کړې چې تر هغه وخته به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي څو دا ډله په بشپړ ډول له منځه نه وي تللې.

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ هم د مارچ په ۲۲ په سوریه کې د داعش د واکمنۍ د ختمید اعلان کړی وو.

جمهور رئیس ټرمپ په ۲۰۱۷ کال او اوس د داعش تر ولکې لاندې سیمو نقشه خبریالانو ته وښوده.

په مقایسوي شکل په سوریه کې د داعش د حضور نقشه
په مقایسوي شکل په سوریه کې د داعش د حضور نقشه

د داعش په وړاندې د بریا اعلان د هغې نړیوالې مبارزې د پای ته رسیدو په مانا دی چې څلور کاله وړاندې د امریکا په مشرۍ په عراق او سوریه کې پیل شوې وه.

که څه هم داعش ډلې په عراق او سوریه کې تر خپلې ولکې لاندې ټولې سیمې له لاسه ورکړي دی خو په دواړو هیوادونو کې یې تیت او پرک بریدونه روان دي.

داعش په مصر کې د سینا په ټاپو وزمه ، افغانستان او یو شمیر نورو سیمو کې خپلې مرتبطې ډله لري.

سوریه داعش
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

XS
SM
MD
LG