د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: سوریه کې لسگونه کسان داعش نه په تیښته کې مړه شوي


ملگري ملتونه وایي د تیر کال د ډسمبر د میاشتې راپدیخوا لږ تر لږه ٨۴ کسان د داعش تر کنترول لاندې دیرالزور سیمې نه د تیښتې په هڅه کې مړه شوي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یو ویاند جینز لارک، خبریالانو ته وویل چې دغو کسانو هڅه کوله د سوریې په شمال ختیځ کې د الهول کمپ ته ځانونه ورسوي.

ددغه سازمان په وینا د مړه شویو کسانو له دریو نه دوه برخې ماشومان وو.

ملگري ملتونه وایي اوسمهال لږ تر لږه ۴۵ زره کسان د الهول په کمپ کې ژوند کوي چې ۱۳ زره یې د دیرالزور نه دې ځای ته تښتیدلي دي.

شمیرې ښیي چې له هرو لسو تنو څخه نهه یې ښځې او ماشومان دي.

ښاغلي لارک وویل "ددغو کسانو له ډلې نه زیات شمیر یې ستړي، وږي او ناروغ دي. دغه کمپ ته د رسیدلو لپاره یې اوږده او ستړې کوونکې لار وهلې ده."

هغه زیاته کړه "تر اوسه پدغه لار د ٨۴ کسانو د مړینې خبر لرو. له دریو نه دوه برخې کسان چې مړه شوي د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان دي."

د ملگرو ملتونو دغه ویاند همداشان وویل چې شاوخوا ۱۷۵ ماشومان د سختې خوارزواکۍ له وجې روغتونونو ته وړل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو پدې وروستیو کې په سوریه کې د داعش ماتې اعلان کړه او وې ویل چې خپل سرتیري له دې هیواد نه باسي. خو د سوري کردانو قواوې لا هم په سوریه د داعش له وسله والو سره په جگړه بوخت دي.

د سوري کردانو د قواو قوماندان ویلي تمه لري چې ډیر ژر په سوریه پر داعش باندې بشپړه بری اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG