د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له چین او هانګ کانګ څخه د آزادو رسنیو د کارمندانو د ازادیدو غوښتنه وکړه


د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومي اتمه) د چین او هانګ کانګ له چارواکو غوښتي دي چې د دیموکراسۍ د ملاتړو رسنیو غړي ډیر ژر له قید څخه آزاد کړي.

په سټنډ نیوز د مشهوري رسنۍ کارکوونکي او غړي وروسته له هغه ونیول شول چې د هانګ کانګ پولیسو د هغوی دفتر بند کړ.

ښاغلي بلینکن د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هانګ کانګ څخه غوښتي دي چې د آزادو رسنیو پر کاکوونکو برید ودروي او "د رسنیو ټول کارکوونکي، خبریالان او د رسنیو مدیران چې په غیر عادلانه ډول تورن او نیول شوي، له قید څخه آزاد کړي."

هانګ کانګ د چین تر کنټرول لاندې یوه خاصه سیمه ده. ښاغلي بلینکن ویلي چې د هانګ کانګ چارواکي د خپلواکو رسنیو د چپ کولو له لارې خپل "اعتبار او دوام" ته زیان رسوي.

د سټند نیوز رسنۍ چې یو غیر انتفاعي سازمان دی، په ۲۰۱۴ کال کې رامنځ ته شو او په هانګ کانګ کې د دیموکراسۍ د ملاتړ تر ټولو مخکښه رسنۍ شمیرل کیږي.

خو د هانګ کانګ چارواکو د روان میلادي کال په لومړیو کې د یوه تحقیق په کولو سره دغه رسنۍ بنده کړه.

د سټند نیوز پر دفتر برید د بریټانیا په دې پخوانۍ مستعمره کې د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه اندیښنې زیاتي کړي دي.

هانګ کانګ په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د چین تر حاکمیت لاندې راغی او بیجینګ په هغه وخت کې تعهد کړی وو چې د رسنیو د آزادۍ په ګډون د هانګ کانګ له آزادیو څخه ساتنه کوي.

خو چین تیر کال د هانګ کانګ لپاره د ملي‌ امنیت د یوه قانون د لیکلو لپاره طرحه تصویب کړه چې له مخې یې د هانګ کانګ پر نیمه خپلواکه سیمه د بیجینګ پراخ اعمال پلي کیږي.

XS
SM
MD
LG