د متحده عربي اماراتو په ابوظبی ښار باندې د حوثي یاغیانو د راکټي بریدونو وروسته امریکایي اف-۲۲ جنګي جت الوتکې په اماراتو کې یوې اډې ته انتقال شوې.
په وروستیو اوونیو کې حوثي یاغیانو چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، په متحده عربي اماراتو باندې څو بریدونه وکړل چې اکثر دغه بریدونه ناکام وو او د اماراتو د دفاعي سیستمونو له خوا خنثا شوي دي.
په اماراتو کې میشت امریکایي پوځیانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکایي جنګي جت الوتکې چې د شنبې په ورځ اماراتو ته انتقال شوې، د حوثي یاغیانو په وړاندې د اماراتو څځه د متحده ایالاتو د ملاتړ ښکارندوی دي.
په بیان کې راغلي چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ استن د ابوظبی د ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان، سره په همغږۍ ددغو الوتکو د سمدستي ځای پر ځای کیدو امر کړی دی. ددې بیان په وینا دغه جنګي جت به په سیمه کې د ایتلاف او د امریکا د متحدینو او شریکانو هوایي جنګي وړتیاوی زیاتې کړي.
تیره اوونۍ د امریکا د مرکزي ځواکونو د قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان د رویترز اژانس ته وویل چې متحده ایالات به د متحده عربي اماراتو سره مرسته وکړي چې د هغه هیواد د هوایي دفاع د سیستمونو وړتیا د حوثي یاغیانو د نورو راکټي بریدونو پر وړاندې بشپړه شي.
متحده عربي امارات د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف غړی دی چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي.
د یمن جګړه تر اوسه د لسګونو زرو کسانو د مرګ ژوبلې او د میلیونونو کسانو د بې ځایه کیدو سبب شوې ده او د اوسني عصر یو ستر بشري کړکیچ یې رامنځته کړی دی.