د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوریت غوښتونکو د استازو خونې مشرۍ ته خپل نوماند وټاکه 


کوین مککارتي
کوین مککارتي

د رویټرز خبري‌ اژانس او ځینو امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې جمهوریت غوښتونکو کوین مککارتي د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونې مشرۍ ته نوماند کړ.

د سرچېنو په حواله ښاغلي مککارتي نن سه شنبه نومبر ۱۵ (لړم۲۴) ۱۸۸ موافقې او ۳۱ مخالفې رایې ترلاسه کړې. رویټرز لیکلي دي چې یوه سري رایه اچونه ‌وه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا منځمهالو ټاکنو پایلې لا نهايي اعلان شوې نه دي.

نتایج ښکاره کوي چې جمهوریت غوښتونکو د استازو د خونې ۲۱۷ څوکۍ ګټلې دي او یوازې یوې بلې څوکۍ ته اړتیا لري‌ چې په دغې خونې کې اکثریت شي.

د متحدو ایالتونو د استازو خونې ۴۳۵ څوکۍ لري.

هر ګوند چې د استازو په خونې کې اکثریت څوکۍ ولري، د استازو د خونې مشر هم هغوی ټاکلای شي.

XS
SM
MD
LG