د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له ایران سره بې شرطه مذاکراتو ته اماده ده- پمپیو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ویلي دي چې امریکا تیاره ده چې له ایران سره "پرته له کوم مخکني شرط" مذاکرات وکړي.

ښاغلي پمپیو د خپل سویسي سیال سره په ژنیو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل کله چې ایران "د یو عادي هیواد په توگه" عمل وکړي، له هغه هیواد سره به خبرې وکړو.

د امریکا متحده ایالات او ایران دپلوماتیلې اړیکې نلري او سویس په ایران کې د امریکا استازیتوب کوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینگار وکړ چې د "اسلامي جمهوريت او د سپاه پاسداران د زیانمنوونکو فعالیتونو د بدلولو لپاره" به د امریکا هڅې روانې وي.

د ایران سره له شرط پرته مذاکراتو ته د امریکا د لیوالتیا له څرگندولو څخه یوه ورځ وروسته د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وویل "مونږ د منطق او مذاکرې اهل یو، خو که په پوره درناوي او د نړیوالو مقرراتو په چوکاټ کې د مذاکرې میز ته راشي، نه دا چې د مذاکرې فرمان صادر کړي".

له دې دمخه د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ایراني مشرانو سره مذاکرې ته د لیوالتیا اشاره کړې وه. ښاغلي ټرمپ د تیرې دوشنبې په ورځ ویلي وو چې واشنگټن په ایران کې د "رژیم د بدلون" په لټه کې نده او د هغه په وینا ایران ددې چانس لري چې د همدې اوسني حکومت سره یو بریالی او لوی هیواد وي.

دا پداسې حال کې دي چې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه‌ یي د متحده ایالاتو سره هر ډول مذتاکره رد کړې او د اټومي تړون نه د امریکا وتلو ته په اشارې یې ویلي چې واشنگټن د "اعتبار وړ" ندی.

XS
SM
MD
LG