د لاس رسي وړ اتصالات

امارات او طالبان د کابل د هوایي ډګر په اړه خبرې کوي


د رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله د متحده عربي اماراتو او طالبانو ترمنځ د کابل د نړیوال هوایي ډګر د مدیریت په هکله خبر ورکړی دی.

په خلیج کې میشت بهرنیو دپلوماتانو رویټرز اژانس ته ویلي چې د متحده عربي اماراتو مقاماتو په دې وروستیو اونیو کې د طالبانو له مقاماتو سره یو لړ لیدنې کتنې کړې دي چې د کابل د هوایي ډګر د عملیاتو په اړه بحثونه وکړي.

دغه خبرې اترې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان باندې د نفوذ درلودلو لپاره د بهرنیو هیوادونو هڅه ګڼل شوې. که څه هم ددې ډلې حکومت تر اوسه د هیڅ هیواد له لورې په رسمیت ندی پیژندل شوی.

یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت په وجه د نوم له ذکر کولو ډډه کړې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې امارات هڅه کوي په افغانستان کې د قطر له دپلوماتیک نفوذ سره مقابله وکړي.

قطر چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د امریکا-طالبانو مذاکراتو ته یې لاره پرانستې، د طالبانو ترمنځ د پام وړ نفوذ څخه برخورداره دی.

د امریکا او قطر ترمنځ د موافقې لاس لیک هم چې دوحه په افغانستان کې د امریکا د ګټو ساتنه وکړي قطر په افغانستان کې برلاسی کړی دی. دغه موافقه تیره اونۍ لاسلیک شوه.

د افغانستان د بهرنیو ځواکونو د بشپړه وتلو وروسته قطر د ترکیې سره یوځای د کابل د هوایي ډګر د بیرته فعالولو او مدیریت کې طالبانو سره مرسته کړې ده.

اماراتو هم پدې وروستیو کلونو کې د طالبانو له مشرانو سره تماسونه درلودلي او د طالبانو یو شمیر مطرح کسان پدې هیواد کې ژوند کوي.

له دې سربیره څو ورځې مخکې طالبانو په کابل کې د عربي متحده اماراتو د سفارت د بیرته پرانستلو خبر هم ورکړی دی.

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي مقام د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اماراتو چې د افغفانستان د پخواني حکومت سره یې د کابل د هوایي ډګر په مدیریت او عملیاتو کې مرسته کوله اوس هم د هوایي ډګر په اړه "د مرستو دوام ته ژمن" دی.

د طالبانو ډلې او قطر تر اوسه د عربي متحده اماراتو ددغې هڅې په هکله تبصره نده کړې.

د رویټرز خبري اژانس د دوو بهرنیو دپلوماتانو له قوله ویلي چې طالبانو د عربي متحده اماراتو د مالي مرستو غوښتنه کړې ده، خو دوي ویلي چې دا معلومه نده چې دغه غوښتنه د کابل د هوایي ډګر د مدیریت په اړه د بحث سره اړیکه لري او که نه.

بهرنیو دپلوماتانو ویلي چې یوه عمده مسئله چې د طالبالنو د کابل د هوایي ډګر د احتمالي چلونکو ترمنځ نده حل شوې داده چې د کابل هوایي ډګر امنیت څوک په غاړه واخلي.

طالبانو ویلي دي چې بهرنیو ځواکونو ته په افغانستان کې د شتون اجازه نه ورکوي. که څه هم چې له دې دمخه ترکیې تیاری ښودلی و چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته غواړي خپل یو شمیر ځواکونه د کابل په هوایي ډګر کې وساتي.

دپلوماتانو رویترز اژانس ته ویلي چې تر اوسه د کابل د هوایي ډګر دننه امنیت د قطري ځانګړو ځواکونو او د میدان د ودانۍ بهر د طالبانو د ګزمو او پوستو له لورې تامینیږي.

که څه هم چې د کابل د هوایي ډګر مدیریت کمې اقتصادي ښیګڼې لري خو هر هغه هیواد چې دغه هوایي ډګر مدیریت کړي د هغو کسانو په اړه د معلوماتو د ټولولو فرصت ترلاسه کوي چې افغانستان ته تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG