د لاس رسي وړ اتصالات

متحده عربي امارات په غزه کې ۱۵۰ بستریز روغتون پرانیزي


مقامات وايي‌د اسرائیل په په بمباریو کې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمیر له ۱۰ زرو اوښتی او په لسګونو زره نور زخمي شوي دي.
مقامات وايي‌د اسرائیل په په بمباریو کې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمیر له ۱۰ زرو اوښتی او په لسګونو زره نور زخمي شوي دي.

متحده عربي امارات د غزې په تړانګه کې ۱۵۰ بستریز ګرځنده روغتون په داسې حال کې پرانیزي چې رسمي سرچینې وايي، د اسرائیل په بمباریو کې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمیر له ۱۰ زرو اوښتی او په لسګونو زره نور زخمي شوي دي.

د اماراتو رسمي خبري اژانس د دوشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۵) خبر ورکړ چې پنځه الوتکو له ابوظبي څخه د شمالي مصر اریش ښار ته ددغه روغتون لپاره تجهیزات او اکمالات لیږدولي دي.

چارواکو نه دي ویلي چې دغه اکمالات به څنګه غزې ته لیږدول کیږي. غزې ته د تللو دپاره دا مهال یوازې د مصر د رفح پوله پرانیستې ده.

د اماراتو د خبري اژانس په حواله، په لیږل شویو اکمالاتو کې د ماشومانو او لویانو د بیړنۍ درملنې او جراحي عملیاتو درمل او وسایل شامل دي.

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې شاوخوا ۴۰۰۰ ماشومان په هغو ۱۰ زرو کسانو کې شامل دي چې تر اوسه په بمباریو کې وژل شوي دي.

روانه جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله وال له غزې څخه جنوبي اسرائیل ته ننوتل، چې د اسراییلي چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۴۰۰ کسان یې ووژل چې ډیری یې ملکي وګړي وو.

د غزې په تړانګه کې د اورپکو د ځپلو په موخه اسرائیل پر غزې دوامداره بمباري پیل کړې او خپل ځمکني ځواکونه یې وراستولي دي.

متحده عربي اماراتو په ۲۰۲۰ کال کې د عربو هېوادونو د تاریخي دریځ برخلاف د اسرائیل سره د اړیکو رغولو په موخه د "ابراهیم تړون" لاسلیک کړ.

اماراتو له دې وړاندې اعلان کړی و چې شاوخوا ۱۰۰۰ فلسطیني ماشومان او د هغوی کورنۍ به له غزې څخه د درملنې دپاره د متحده عربي اماراتو روغتونونو ته ولیږدوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG