د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا او ایرلنډ افغانانو سره د نږدې ۲۹ میلیونو ډالرو نوې مرسته کړې


د ملګروملتونو د خوړو نړیواله اداره (WFP) وايي، د برتانیایې او ایرلنډ حکومتونو په راروان ژمي کې د افغانانو د خوراکي اړتیاو د پوره کولو لپاره د دغې ادارې له لارې افغانستان سره د میلیونو پونډو مرسته کړې ده.

د ملګروملتونو د خوړو نړیوالې ادارې د جمعې په ورځ نومبرڅلورم (لړم ۱۳) په یو خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا پیسې د مشترکو ګټو د بهرنیو چارو د دفتر له لارې د خوړو نړیوالې ادارې ته ورکړل شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي" دا بودیجه ( چې نږدې ۲۸.۸ میلیونه ډالره کیږي د ملګروملتونو د خوړو نړیوالې ادارې د اضطراري عملیاتو لپاره د ۱۵ میلیونو افغانانو سره چې د خوړو د نه مصونیت سره مخ دي د مرستې لپاره وکارول شي".

د خوړو نړیوالې ادارې ویلي، چې د یو سخت کال وروسته، چې په بې ساري ډول د اقتصادي ستونزو اوطبیعي افتونو له امله لکه وچکالۍ ،زلزلې او سیلابونو د افغانانو له وړاندې ستونزمن وضعیت نور هم خراب کړی دی.

ددې ادارې د وینا پر اساس اکثره افغانان په را روان ژمي کې د خوړو د اړتیاو د پوره کولو توان نلري چې د همدې له امله د خوړو نړیوالې ادارې افغانانو سره په ټول هیواد کې خپلې مرستې زیاتې کړي دي.

د منځني ختیځ، جنوپي اسیا او ملګروملتونو په چارو کې د برتانیا د دولت وزیر لارډ طارق احمد ددغو مرستو په اړه ویلي " اټکل کیږي، چې د برتانیې دا مرسته به نږدې ۶۵۰ زره کسانو ته مرسته برابره کړي ترڅو هغوی د ملګروملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د خوړو د مرستو د ویشلو له لارې له سخت ژمي څخه خوندي ووځي په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې په لیرو پرتو سیمو کې دیره دي".

ددغه برتانوي چارواکي د وینا پر اساس برتانیا په افغانستان کې د بشري مرستو ته د اړتیا په برخه کې د رهبرۍ رول لري او په روان میلادي کال کې يې افغانستان سره ۲۸۷ میلونو پونډو چې د ۳۲۱ میلیونو امریکايي ډالرو سره برابرې دي مرستې کړي دي.

د ملګروملتونو د خوړو نړیواله اداره وايي، چې برتانیې او ایرلنډ د دې نوي کمک وروسته د ګډو ګټو دفتر د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې افغانستان سره ۱۸۴ میلیونو پونډو( نږدې ۲۱۰ میلیونو ډالرو) مرستې کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي " دا مرستې به د خوړو نړیوالې ادارې ته ددې امکان ورکړي، چې ۴۰۰ زرو تنو چې د خوړو د نه مصونیت سره مخ دي د خوړو برابرولو کې مرسته وکړي او هم ۲۵۰ زرو نورو افغانانو ته میاشتنې نغدي مرستې برابرې کړي".

د ملګروملتونو د خوړو نړیوالې ادارې ویلي، چې په دې پیسو به ۱۶ زره ټنه خواړه او پاتې پیسې به په نغدي ډول په اړ کورنیو وویشي.

د خوړو نړیواله اداره وايي، چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال له پیل را هیسې یې ۲۱.۹ میلیونو افغانانو سره د خوړو او د نغدو پیسو مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG