د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: شاوخوا ۲۰میلیون افغانان د خوړو له بحراني او بېړني حالت سره مخ دي


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پوري به په افغانستان کې نژدې ۲۰ میلیون کسان د خوړو له بحراني او بېړني حالت سره مخ شي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) ویلي چې د نورو عواملو ترڅنګ له پاشل کېدو سره مخ اقتصاد او وچکالۍ د دوام له امله په دغه هیواد کې په لوړه کچه د خوړو نه خوندیتوب دوام لري.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې د نړۍ په بازارونو کې د کرنې اړوند کیمیاوي سرې بیو زیاتېدو له امله د خوراکي توکو بیې لوړې شوي چې پر افغانستان یې هم اغېز کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې یاد کار په افغانستان کې هم د خلکو د بېکارۍ، د پورنو او خوارځواکۍ د زیاتوالي لامل ګرځېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان روان وضعیت ته په کتو اټکل کړی چې د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې به څه باندې ۱۳ میلیون کسان په بحراني شرایطو او نژدې اووه میلیون نور به د «خوړو بېړني حالت» سره مخ شي.

ملګرو ملتونو کرنه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره حیاتي بللې او زیاتوي چې د افغانستان ۷۰ سلنه خلک په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او د دغه هیواد د ناخالصو تولیداتو لږ تر لږ ۲۵ سلنه برخه کرنه جوړوي.

د یاد سازمان د اټکل له مخې د افغانستان اتیا سلنه خلک په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول په کښت او کرونده بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې زیاد سازمان زیاتوي چې د وضعیت خرابېدو مخنیوي په هدف يې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د بشري غبرګون پلان له لارې په افغانستان کې ۳۸ سلنه نفوس تر خپل پوښښ لاندې راوستلی دی.

په راپور کې راغلي: "د خوړو او کرنې سازمان په لیري پرتو سیمو کې له کروندګرو او مالدرانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي دي او په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به له څه باندې نهه میلیون کسانو سره د کرنې محصولاتو تولید، څارویو او سبزیجاتو او نورو برخو کې مرستې وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیوالې ادارې هم په افغانستان کې د اړمنو خلکو شمېر زیاتېدو په اړه یو ځل بیا اندېښنه ښودلې ده.

یاد بنسټ د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) ویلي چې بشري مرستو ته د افغانانو اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتیږي: "د کونډو او یتیمانو په ګډون په میلیونونو کسان مجبوره شوي چې لارو کوڅو ته را ووزي او د خوړو پیدا کولو لپاره هڅې کوي."

دغه بنسټ وايي، نړیواله ټولنه باید د دغه مخ په زیاتېدونکي ناورین د هواري برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې په افغانستان کې ۱۹ میلیون وګړي د خوړ نه خوندیتوب سره مخ دي او همدارنګه ۳۴۰۰۰ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

XS
SM
MD
LG