د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري مرستو بودیجې کې د ۷۷سلنه کسر خبر ورکړی 


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د اړو خلکو سره د بشري مرستو لپاره د بودیجې د کمښت په اړه د یو راپور په خپرولو سره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د روان کال په پیل کې اټکل کړی و، چې په افغانستان کې ۲۴.۴ میلیونه اړ کسان شته چې د هغې جملې څخه د ۲۲.۱ میلیونو سره د مرستې لپاره ۴.۱ میلیارد ډالرو مرستو ته اړتیا لري.

خو د اوچا په راپور کې چې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (تلې ۲۵ مه) خپور شو، ویل شوي، چې تر اوسه د دغې بودیجې یوازې ۳۳ سلنه برابره شوې او ۷۷ سلنه بودیجه پاتې ده.

په راپور کې راغلي، چې د روان کال له اکټوبر څخه تر ډسمبر میاشتې پورې د ژمنۍ بودیجې لومړیتوب ۶۱۴ میلیونه ډالره دی او پر دې بودیجې سربېره د راتلونکي کال د لومړیو دریو میاشتو د لومړنیو پلانونو لپاره ۱۵۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې وخت په تېرېدو دی او افغان کورنۍ به له سخت ژمي سره مخ شي، ځکه چې ۷۹ سلنه اړمن کسان په هغو سرپناو کې اوسیږي چې ترمیم ته اړتیا لري. ۷۹ سلنه د تودوخې لپاره کافي سرچینو ته لاسرسی نه لري او ۵۶ سلنه کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره ژمنۍ جامې نه لري.

ملګرو ملتونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اړمن کسان طبقه بندي کړي، چې پر اساس یې ۱۲۲ سیمې اوله درجه لومړیتوب په توګه، ۲۴۷ سیمې د منځني لومړیتوب او ۳۲ سیمې د کم لومړیتوب په توګه پېژندل شوي دي.

د اوچا شمیرې ښیې چې د بشري مرستو چمتو کونکو د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د ۲۲.۹ میلیون خلکو سره لږترلږه یو ډول بشري مرستې کړې چې شاوخوا ۹۴فیصده یې اړمن خلک دي.

راپور وايي: "دا شمېره په مطلق ډول له کلني هدف څخه لوړه ده ... تمه کیږي چې د شدید خوراکي خوندیتوب او خوارځواکۍ شرایط پر ځای پاته شي. ۱۹ میلیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب د بحران یا د نه مصونیت په بیړني کچه کې ژوند کوي."

د اوچا په وینا، بشري اړتیاوې لا هم پراخې دي او د ویجاړونکي زلزلې او د اوړي غیر معمولي سیلابونو په څیر د رامنځته کیدونکو ګواښونو، په وجه خلکو ته د تاوان رسیدو مسلې د اړتیاو کچه لوړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ټینګار کړی، چې اوس د پانګونې نشتون په مستقیم ډول په افغانستان کې د زیانونو د زیاتېدو لامل کیږي او په راتلونکي پړاو کې به د پانګونې د لا زیات کمښت سبب شي.

XS
SM
MD
LG