د برتانیې حکومت وايي، د دوی یو لوړپوړی پلاوی پر بشري او یو یو لړ نورو مسائلو د بحث لپاره له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی.
د برتانیې حکومت پرون پنجشنه فبرورۍ لسمه (سلواغې ۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د قحطۍ مخنیوي او بشري چارو کې ددغه هیواد ځانګړي استازي نیک دایر او په افغانستان کې د برتانیې د لنډ مهاله ماموریت سفیر هیوګي شارتر او مل پلاوي له طالب چارواکو سره د بشري ناورین مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې یاد پلاوي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او د طالبانو حکومت د ملي امنیت عمومي ریاست له مشر عبدالحق وثیق سره کتلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې برتانوي پلاوي د ناوړه بشري وضعیت ترڅنګ په دغه هیواد کې د بشري حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او لږکیو د حقوقو او له ښځینه فعالانو سره د چلند په اړه خپلې اندېښنې له طالب چارواکو سره شریکې کړي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې برتانوي پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدنه کې د« افغانستان له نوي حکومت »سره د تعامل د زیاتوالی ډاډ ورکړی چې په خبره یې دې سره به په تعاملاتواو بشري مرستو کې زیاتوالی راشي.
د طالبانو دبهرنیو چارو وزارت ویلي چې یاد پلاوي د افغانستان د بشري او بانکي سکتور د ودې لپاره د مرستې ژمنه هم کړې ده.
په اعلامیه کې د برتانوي پلاوي له قوله ویل شوي:" برتانوي پلاوي وویل؛ موږ هم غواړو او په نړیوالو هم غږ کوو چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره دي همکارۍ وکړي او له نوي حکومت څخه هم غوښتنه کوو چې د اقتصادي ودې په موخه دي پلان جوړ او د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي."
برتانیې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د افغانستان له خلکو سره د ۷۵میلیون پونډه بشري مرستې ژمنه هم کړې ده.
د بیان له مخې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د برتانیې د بشري مرستو او په تعلیمي برخو کې د هغوی د همکاریو هر کلی کړی.
د طالبانو حکومت د معلوماتو په اساس یاد پلاوي په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون په اړه هم له طالب چارواکو سره خبرې کړي چې په دغه هیواد کې باید فعالیت ونلري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د یاد پلاوي اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.