د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا له کابل څخه د انتقال شویو نیپالي امنیتي ساتونکو شړل ودرول


د کرخه امنیتي‌ ځواکونه په سنګاپور کې
د کرخه امنیتي‌ ځواکونه په سنګاپور کې

د بریتانیا حکومت نن پنجشنبه اپریل شپږمه (وري۱۷) وویل چې د هغو نیپالي امنیتي ځواکونو شړل یې ځنډولي دي‌ چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته بریتانیا ته انتقال کړل شوي وو.

دغه ساتونکي د «ګورخه سرتېرو» متقاعد غړي دي‌ چې په کابل کې یې د بریتانیا او کاناډا د سفارتونو امنیت ساته. دوی د ۲۰۲۱ کال راپدېخوا په بریتانیا کې اوسېږي.

د برتیانیا حکومت تېره اوونۍ په لندن کې د دوی په هوټل باندې د چاپې په مهال لس تنه یې ونیول او ولچک یې کړل. دوی په هوټل کې له افغان کډوالو سره اوسېدل او اشپزي یې کوله.

د مهاجرت مقاماتو هند او نیپال ته د دوی د استولو اسناد ترتبیب کړي خو اوس د بریتانیا حکومت اعلان وکړ چې د دوی د استولو عملیات ځنډول شوي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت فرانس پرس اژانس ته ویلي دي: «د دغې ډلې شړل اوس درول شوي او بیا اروزنې ته انتظار باسي.»

د ګورخه ځواکونه په ۱۸۱۵ کال کې په هند کې د بریتانیا د واکمنۍ په مهال د بریتانوي هند د ځواکونو په لیکو کې جنګېدل او په سختې جګړې مشهور وو.

د ګورخه شاوخوا ۲۰۰زره سرتېرو له بریتانوي ځواکونو سره اوږه په اوږه په دوو نړیوالو جګړو کې او همدغه راز د افغانستان، عراق او فالکلنډ په جګړو کې جنګېدلي دي.

دا مهال د بریتانیا په وسله وال ځواک کې د دوی ۲۷۰۰ سرتېري ثبت دي.

د دوی یو مدافع وکیل جیمي بیل فرانس پرس ته وویل چې د حکومت په دې پرېکړې خوشحال شوی خو موکلینو ته یې کوم ضمانت ورکړل شوی نه دی چې په بریتانیا کې به پاتې کېږي. هغه وویل: «ټول نیول شوي ۱۰ کسان په توقیف کې دي او د کورنیو چارو وزارت باید له دوی سره د چال چلند په اړه ځواب ووايي.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، بریتانیا په دوو پړاوونو کې شاوخوا ۲۵۰۰۰ کسان له افغانستان څخه واېستل. په لومړي پړاو کې یې ښځې، ماشومان او مذهبي اقلیتونه انتقال کړل او په دویم پړاو کې یې هغه افغانان انتقال کړل چې له بریتانوي ځواکونو د بریتانیا له حکومت سره یې کار کړی و.

XS
SM
MD
LG