د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا د هند‌ فراري ګاڼه پلورونکی شړي


نېرو مودي‌ تورن دی چې هند کې یې یو بانګ غولولی دی

د برتانیا حکومت د هند مشهور فراري ګاڼه پلورونکی او زرګر نیرو مودي خپل هېواد ته ستنوي.

نوموړی تورن دی چې په هند کې یې یو لوی بانګ سره درغلي‌ کړې او دا بانک یې ۱.۸ میلیارد ډالر غولولی دی.

مودي چې د هالیووډ او بالیووډ د مشتریانو ترمنځ هم مشهور ګاڼه پلورونکی و، د فبرورۍ په میاشت کې یې خپل هېواد ته د نه ستنولو قضیه وبایلله.

نوموړی په ۲۰۱۸ کې برتانیا ته وتښتېده، په هغه تور دی چې د هند د یو لوی بانګ «پنجاب ملي بانګ» سره یې د ۱.۸ میلیارد ډالرو په درغلیو کې مرکزي‌ رول لوبولی دی.

په برتانیا کې د هغه د ستنولو قضیې شاوخوا دوه کاله ونیول او بالاخره محکمې د هغه د ستنولو پرېکړه وکړه.

د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریټي پتیل دوې میاشتې لرلې چې هند ته د هغه د ستنولو پرېکړه تائید کړي.

د محکمې قاضي سام ګوزي وویل چې ډېر شواهد شته چې ښکاره کوي نیرو مودي په هند کې جنايي قضیه لري.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند وویل چې د هغه د ستنولو پرېکړه د اپریل په ۱۵ نېټه لاسلیک شوه.

د بانګ د درغلۍ تر دغې قضیې مخکې د «فوربېس» مجلې د نېرو مودي‌ شتمني ۱.۷۳ میلیارد ډالر ښودلې وه او هغه یې د نړۍ پنځه اتیایم شتمن کس معرفي کړی و.

هغه د ۲۰۱۹ د مارچ په میاشت کې په لندن کې ونیول شو او په داسې حال کې چې په محکمه کې یې قضیه روانه وه،‌ توقیف و.‌

دغه ۴۹ کلن هندي‌ ګاڼه پلورونکی د ناقانونه پېسو په سپينولو او له دې کبله د موجوده شواهدو په ختمولو او ورکولو هم تورن دی.

محکمې دوې میاشتې مخکې د هغه د مدافع وکیلانو هغه غوښتنه رد کړه چې ګنې نېرو مودي سره به په هند کې ښه چلند نه کیږي. محکمې دا خبره هم وکړه چې د ډاکټرانو اسناد ښيي‌ چې د هغه د ځان وژلو خطر نشته.

XS
SM
MD
LG