د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: که د اوکراین کړکیچ په جګړې بدل شي، د فاجعې سبب به شي


پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو او د نړۍ ۷ مالدار هیوادونه په اوکراین د روسیې د یرغل د مخنیوي په لارو چارو غږیږي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړی که د اوکراین کړکیچ په جګړې بدل شي، دا به د یوې "غمیزې" سبب شي.

انتونیو ګوتریش نن جمعه فبروري ۱۸ (سلوغلې۲۹) د مونیخ د امنیتي غونډې په پیل کې وویل چې د کړکیچ د حل لپاره د دپلوماسۍ بدیل نشته دی.

هغه وویل، "د اوکراین په شاوخوا کې د روسیې د عسکرو د ځای پر ځای کیدو په حوالې، زه د کړکیچ د ډیریدو او د دې آوازو په ډیریدو اندیښنه لرم چې په اروپا کې وسله واله جګړه وشي."

د ملګرو ملتونو عمومني منشي خبرداری ورکړ که دا کار وشي د غمیزې سبب کیږي.

د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې دا ځل روسیې ګډون ندی کړی.


د ملګرو ملتونو مشر دا خبرداری پداسې حال کې ورکوي چې د اوکراین په ختیځه برخه کې حکومتي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو چې روسیه یې تر شا ولاړه ده، په یو بل د توغندیو بریدونه کړي.

د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال چې په سیمه کې موجود و وایي چې د لوهانسک په سیمه کې یې د درنو چاودنو غږونه اوریدلي او د خلکو د اوسیدنې ځایونه ویجاړ شویدي.


دا جګړه داسې مهال کیږي چې د روسیې او بیلاروس جمهور رئیسانو په کرملین کې کتلي او مسکو ویلي چې جمهور رئیس ولادمیر پوتین به د بالاستیک او کروز توغندیو ګډ نظامي تمرینات مشاهده کوي.


روسیه د متحده ایالاتو څخه غواړي چې خپل ټول ځواکونه د مرکزي او ختیځې اروپا د هغو هیوادونو څخه وباسي چې د ناټو غړي دي او ددې کار لپاره په اوکراین د فشار راوړلو څخه ګټه اخلي.

ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن نن د واشنګټن پر وخت ناوخته د بریتانې، کاناډا، فرانسې، جرمني او ناټو د مشرانو سره د ویډیو کنفرانس د لارې د اوکراین د کړکیچ په هکله وغږیږي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین تیره ورځ د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته وویل چې د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې مسکو ښایي په راتلونکو ورځو کې په اوکراین یرغل وکړي.

خو روسیه دا نه مني چې په ګاونډی هیواد د یرغل پلان لري او آن دا ادعا یې هم کړي چې د اوکراین سره د ګډې پولې څخه یې د ۱۴۹ زرو ځای پر ځای شويو سرتیرو شمیر کم کړی.

XS
SM
MD
LG