د لاس رسي وړ اتصالات

سټولټنبرګ: اوکراین د بل هر وخت په پرتله اوس ناټو ته نږدې دی


د ناټو عمومي منشي په کیف کې د اوکراین له ولسمشز سره د لیدنې پر مهال
د ناټو عمومي منشي په کیف کې د اوکراین له ولسمشز سره د لیدنې پر مهال

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې ۶) کیف ته د سفر پر مهال وویل چې د شمالي اتلانتیک د پوځي تړون (ناټو) سره د اوکراین اړیکې هیڅکله دومره نږدې نه وې لکه اوس چې دي.

ښاغلي سټولټنبرګ د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره یو ځای په یو خبري کنفرانس کې وویل، "اوکراین اوس د بل هر وخت په پرتله ناټو ته نږدې شوی دی. "

د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ چې په یو نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمینې کیف ته تللی ویلي دي مسکو "په اوکراین کې د امپریالستي خیالاتو لپاره جنګیږي. "

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په کیف کې د ناټو له مشر ینس سټولټنبرګ سره په داسې حال کې وکتل چې اوکراین د روسیې پر ضد د خپل ځوابي برید لپاره د لویدیځ ملاتړ غواړي.

زیلینسکي د ناټو له سرمنشي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: "دا د وخت خبره ده چې اوکراین د دغه اتحاد د قانوني غړي په توګه ومنل شي. موږ د دې وخت د رانږدې کیدو لپاره هر څه کوو."

ولسمشر زیلینسکي د ناټو څخه وغوښتل چې د اوکراین د انرژۍ په شبکه کې د روسیې د احتمالي بریدونو دمخه د اوکراین د هوایي دفاع د سیسټمونو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

زیلینسکي همداشان وویل: "[د ناټو] سرمنشي موافقه وکړه چې په دې مسله کې زموږ سره د مرستې او ملاتړ لپاره هڅې وکړي او د ناټو تړون غړي هیوادونه دې کار ته وهڅوي.

ښاغلي زیلینسکي زیاته کړه چې، "مونږ په ګډه ددې کار د ترسره کولو لپاره اړتیا لرو چې زموږ د انرژۍ زیربناوی او د خلکو ژوند خوندي کړای شي."

دا پداسې حال کې دي چې ښاغلي سټولټنبرګ په یوې مرکې کې چې د سپټمبر په ۱۶ (وږي ۲۵) خپره شوې خبرداری ورکړی و چې په اوکراین کې روانه جګړه به ژر پای ته ونه رسیږي."

ښاغلي سټولټنبرګ د جرمني یوې مطبوعاتي شبکې سره پدې مرکې کې ویلي چې په اوکراین کې اوږدې جګړې لپاره باید چمتوالی ونیول شي: "ډیرې جګړې کله چې پیل شي، د ټاکلې وخت څخه ډیر وخت ونیسي نو له همدې کبله مونږ باید د یوې اوږدې جګړې لپاره ځانونه چمتو کړو".

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري په میاشت کې په اوکراین یرغل وکړ او د څو لسیزو وروسته یو ځل بیا په اروپا کې جګړه پیل شوه.

اوکرایني ځواکونو د غربي هیوادونو د وسلو په ملاتړ د خپل هیواد دفاع کوي او له روسي ځواکونو څخه د خپلو سیمو د بیرته نیولو لپاره یې د تیر جون میاشت کې د ځوابي برید عملیات پیل کړي دي.

ښاغلي سټولټنبرګ نن په کیف کې یو ځل بیا وویل چې اوکرایني ځواکونه په دې بریالي شوي چې د روسیې دفاعي لیکې ماتې کړي او د مسکو د ځواکونو پر ضد د ځوابي عملیاتو په برخه کې پرمختګ وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG