د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین ددې امکان په لټه کې دی چې د سولې سرمشریزې ته روسیه راوبولي


د اوکراین د ولسمشر د دفتر رئیس اندري یارماک زیلنسکي
د اوکراین د ولسمشر د دفتر رئیس اندري یارماک زیلنسکي

د اوکراین یو جګپوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵ (کب ۶) وویل، اوکراین او بهرني ملګري یې ښایي روسیې ته بلنه ورکړي چې د سولې په راتلونکي سرمشریزې کې ګډون وکړي چې پر اوکراین د مسکو دوه کلن یرغل پای ته ورسیږي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر رئیس اندري یارماک زیلنسکي وویل، ټاکل شوې چې سویس د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سولې د لید لورې په اړه د بحث لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي چې بیا وروسته د دوهمې غونډې په جریان کې روسیې ته سپارل کیدای شي.

اندري یارماک زیلنسکي په کیف کې یوې تلویزیوني غونډې کې وویل: "کیدای شي داسې یو حالت وي چې موږ په ګډه د روسیې فدراسیون استازو ته بلنه ورکړو چې هغوی ته، هر هغه چا ته چې هغه وخت د یرغلګر هیواد استازیتوب کوي او غواړي په ریښتینې توګه دا جګړه پای ته ورسوي او یو عادلانه سولې ته راستانه شي ورته به پلان وړاندې شي."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي لومړی ځل د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې د جي-۲۰ یا د شلو لوی اقتصادونو د ګروپ په سرمشریزه کې د سولې فارمول اعلان کړ. دا د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا د بیا اعاده کولو او د روسي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه کوي.

کییف ټینګار کړی چې تر هغه به له مسکو سره خبرې ونه کړي چې ټول روسي ځواکونه د اوکراین له خاورې نه وي وتلي.

کرملین ویلي دي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو لپاره اوس کوم اساس نشته او د کیف د سولې پلان بې معنی دی، ځکه چې روسیه پکې شامله نه ده.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر رئیس پداسې حال کې د سولې د خبرو په اړه څرګندونې کړي چې پر اوکراین د روسیې د پوځي تیري دوه کاله پوره شول او جګړه لا هم په شدت روانه ده. رړوسیه لا هم هڅه کوي چې د اوکراین نورې سیمې ونیسي او اوکراین د خپلې خاورې د دفاع لپاره د لودیځو هیوادونو په پوځي مرستو متکي دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG