کیف: د روسیې د تیلو یو چانځای او دوه نفتي تاسیسات مو په نښه کړل

د اوکراین دفاع وزارت د شنبې په ورځ (نومبر ۲۸) ویلي دي چې ځواکونو یې د روسیې د تیلو یو چاڼځای او دوه نفتي تاسیسات په نښه کړي دي.

د اوکراین دفاع وزارت په خپل ټلګرام حساب لیکلي دي چې د تیلو چاڼځای د روسیې په روستوف سیمه په نښه شوی او دوه نفتي تاسیسات په سامارا او باشکورتستان سیمه کې په نښه شوي دي.

د تلګرام په دې پیغام کې زیاته شوې ده چې د نووشاختنسک چانځای په تیرو پنځو ورځو کې د دویم ځل لپاره په نښه شوی دی.

اوکرایني ځواکونه په داسې حال کې ددغو بریدونو ادعا کوي چې د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل چې د هغه هیواد هوایي دفاعي ځواکونو د اوکراین ۱۲۴۶ ډرونونه چې د شبې له خوا توغول شوي وو، له منځه وړي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي څه باندې ۴۰۰ ډرونونه چې د پلازمینې مسکو په لور توغول شوي وو ۱۲۳ یې ښار ته په نږدو سیمو کې په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي.

د روسیې د بریانسک سیمې والي بیا ویلي دي چې د کلیموفو په کلي کې پر یوه بس د اوکراین د ډرون د لګیدو له امله نښه کسان ټپیان شوي دي.

د سامارا سیمې والي ویلي دي چې اوکراین بیګاه شپه یوځل بیا د روسیې پر صنعتي تاسیساتو د بریدونو هڅه وکړه ، خو په بریدونو مرګژوبله نه درلوده.

د مسکو او کیف ترمنځ د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د امریکا هڅه

د روسیې او اوکراین ترمنځ په داسې حال کې تاوتریخولاي روان دي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (نومبر۲۶) د فلورېډا په ایالت کې خبریالانو ته وویل چې فکر کوي پوتین غواړي د اوکراین جګړه ختمه شي.

ښاغلي ټرمپ ویل، "زه فکر کوم چې پوتین غواړي جګړه ختمه شي. زه په دې باور لرم چې هغه غواړي کار وویني. فکر کوم چې بل لوری [اوکراین] یې هم غواړي چې ختمه شي. زه تاسو ته دا ویلای شم، چې ناټو هم غواړي چې دا جګړه ختمه شي."

ولسمشر ټرمپ همدغه راز وویل په دې برخې کې یو تړون ته رسېدل غواړي، خو په خبره یې دا تړون دوه اړخونه لري او دواړه یې باید ومني.

ولسمشر ټرمپ وویل هدف یې دادی چې د مسکو او کیف ترمنځ یوه هوکړه وشي څو د مرګژوبلې مخه ونیول شي.

​
XS
SM
MD
LG