د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین موقت حکومت د ملي پخلاینې خبرې بیا پیل کړې


د سروې له مخې، ډیری اوکراینیان له روسیۍ څخه په چټکۍ زړه اړوي
د سروې له مخې، ډیری اوکراینیان له روسیۍ څخه په چټکۍ زړه اړوي
د اوکراین موقت حکومت د ملي پخلاینی دپاره د خبرو نوی بهیر په خارکوف نومي ختیځ ښارکې چې د راپرځول شوي جمهور رئیس ویکتور یانوکوویچ د سیاسي ملاتړ مرکز هم گڼل کیږی، بیا پیل کړی دی.

خو په دې هڅو کې د روسیۍ په ملاتړ وسله والو ډلو ته ځای نه دی ورکړل شوی او اوکراینیان هم په دې برخه کې سره په دوه و برخو ویشل شوي چې آیا دا خبری به یوې نتیجې ته ورسیږي او که نه؟

پرون د آزادۍ پر څلور لارې باندې آرامه آرامي وه. دا هماغه ځای دی چې دوه نیمې میاشتې مخکې په کې انقلابي مظاهرې وشوې.

خلک په دې څلور لاري او د انستیتوتسکا پر سړک باندې د وژل شویو قربانیانو یاد ته درناوی کوي، چیرې چې د خاص گارد له خوا پر مظاهره کوونکو باندې ډزې وشوې او څو تنه له پښو وغورځول شول. ددې قربانیانو کورنۍ د ملي پخلاینې تر عنوان لاندې د خبرو په اړه بیلابیل نظریات لري.

دیمیتري یو سیمه اییز ژورنالیست وایي:
«زه غواړم دا باور وساتم چې دا خبری به بریالی شي خو پرې ډاډه نه یم چې دا کار وشي. هلته ډیر زیات ناوړه کارونه روان دي.»

د ښاراوسیدونکې، کتي، د ملي پخلاینې په اړه داسې نظر لري:
«زه هیله لرم چی دا خبرې یوې نتیجې ته ورسیږي او زمونږ مشران په رښتیا چې د اوکراین او د هغه هېواد د خلکو په فکر کې دي او غم یې خوري.»

خو د اندرې بایچینکو په گډون اکثر کارپوهان یې په اړه بدبیني ښیي.
«په ختیځ کې ددې حالت د حل د پاره د خبرو دپاره وخت ډیر زیات و، خو له پیل څخه د سولی د هڅو نه پرته، مونږ په کې وسله وال بریدونه او تاوتریخوالی ولید. زه فکر نه کوم چې روسیه دې اوس په اوکراین کی د حالاتو د حل علاقمندي ولري.»

د بایچینکو وروستۍ سروې په ډاگه کوي چې اکثر اوکراینیان په همدې نظر دي. یعنی له روسیۍ څخه یې په چټکۍ زړه اوړي او د اروپایي ټولنې په پلوۍ خوځیږي.
XS
SM
MD
LG