د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین جګړه؛ یوازې په یو ښار کې څه باندې ۵۰۰۰ کسان وژل شوي


د اوکراین د ماریوپول ښار ښاروال وایي چې په دې ښار کې د وژل شویو ملکي کسانو شمیر څه باندې ۵۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

په ماریوپول کې ددې کسانو د وژل کیدو دا خبر داسې مهال خپریږي چې اوکراین د کیف ښار په شاوخوا سیمو کې د روسي ځواکونو د وژنو په اړه د شواهدو په راټولو بوخت دی.

وادیم بیوچینکو د چهار شنبې په ورځ اپریل شپږمه (وري ۱۷) وویل چې په دغو ملکي کسانو کې چې ۲۱۰ ماشومان هم شامل دي، د روسي ځواکونو د څو اوونیو په بمباریو او کوڅه په کوڅه جګړو کې وژل شوي دي.

دغه اوکرایني چارواکي زیاته کړې ده چې روسي پوځيانو د هغه روغتون په ګډون چې پکې ۵۰ تنه وسوځیدل ، روغتونونه هم بمبار کړي دي. ښاغلي بیچینکو وویل چې د ماریوپول ښار څه باندې ۹۰سلنه بنسټونه له منځه تللي دي.

د اوکراین پر دغه جنوبي ښار د روسي پوځیانو هوایي بریدونه ددې لامل شوي چې یاد ښار ته خوراکي مواد، د څښاک اوبه او دوا ونه رسیږي او د کار و بار مراکز او کورونه له خاورو سره یو شي.

د بریټانیا د دفاعي چارواکو د معلوماتو له مخې، ۱۶۰ زره کسان په دې ښار کې ګیر پاتې دي، هغه ښار چې له جګړې مخکې یې ۴۳۰ زره نفوس درلود.

د بشري مرستو یو کاروان چې د سره صلیب کمیټه هم ورسره ملتیا کوي له څو ورځو راهیسې هڅه کوي چې ماریوپول ښار ته داخل شي خو تر اوسه بریالی شوی ندی.

د روسیې لپاره د ماریوپول ښار نیول مهم دی ځکه د ځمکني دهلیز دغه ښار کریمې ښار ته لار پرانیزي، هغه ټاپو چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره یوځای کړ.

دا په داسې حال کې ده چې اوکرایني چارواکو ویلي د کیف په شاوخوا ښارونو کې ۴۱۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

چارواکو او د اوکراین اوسیدونکو ویلي دي چې روسي ځواکونو د بوچا ښار څخه د شاه تګ پرمهال ملکي کسان وژلي دي.

له بوچا څخه ترلاسه شوي تصاویر ښکاره کوي چې وژل شوي‌ کسان ملکي جامې لري او لاسونه یې تر شاه تړلي دي. خو روسیې په بوچا کې د ملکي کسانو وژنه رد کړې ده.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي په اوکراین کې په فوري ډول د جګړې د‌ پای ته رسیدو غوښتنه کړېده.

بلخوا ښاغلي زیلنسکي روسیه د جنګي جنایاتو د احتمال په اړه په نړیوالو تحقیقاتو کې په مداخله تورنه کړې ده او ویلي یې دي چې مسکو هڅه کوي شواهد پټ کړي او مړي د بوچا ښار له سړکونو لري کړي.

نوموړي وویل د هغو معلوماتو له مخې چې دی یې لري روسي عساکرو خپل تخنیکونه بدل کړي دي.

ښاغلي زیلنسکي زیاته کړه روسي ځواکونه هڅه کوي په نیول شويو سیمو کې د جنګي جنایاتو شواهد پټ او له منځه یوسي.

په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه تر اوسه پورې د ملکي کسانو په ګډون په زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي او په میلیونونه نور له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG