د لاس رسي وړ اتصالات

د بشر د حقونو په نړیوالې شورا کې د روسیې غړیتوب وځنډول شو 


د ملګرو ملتونو عمومي شورا نن پنجشنبه اپریل ۷ (وري ۱۸) پر اوکراین د روسیې د برید او ملکي خلکو د وژنې له کبله د روسیې توبیخ کولو په موخه د بشر د حقونو په نړیوالې شورا کې ددغه هیواد غړیتوب وځنډولو.

د نن ورځې په راې اچوونې کې د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړیو هیوادونو له ډلې څخه ۹۳ هیوادونو د روسیې خلاف او ۲۴ هیوادونو د روسیې په ملاتړ راۍ ورکړه. همداراز ۵۸ هیوادونو ممتنع رایه وکاروله.

د بشر د حقونو په نړیوالې شورا کې د یو هېواد غړیتوب له ممتنع رایو پرته د دوه پر درېیمه برخه رایو ځنډېدلی شي.

اوکرایني چارواکو او خلکو ویلي چې روسي ځواکونو د بوچا ښار څخه د وتلو پر مهال په سلګونو ملکي خلک وژلي دي. د بوچا له ښار څخه خپاره شویو عکسونو کې هم لیدل شوي چې د ملکي خلکو مړي په داسې حال کې په سړکونو پراته دي چې لاسونه یې د شا لخوا تړل شوي و. خو روسیه بیا په بوچا کې د غیر نظامي خلکو وژل کیدو تور ردوي.

روسیه دویم هیواد دی چې د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو په شورا کې یې غړیتوب ځنډول کیږي. تر روسیې وړاندې د لیبیا غړیتوب په کال ۲۰۱۱ کې د معمر القذافي ځواکونو لخوا د حکومت په مخالفو مظاهره کوونکو د تاوتریخوالي د پيښو له کبله ځنډول شوی و.

په هغه پریکړه لیک کې چې نن تصویب شو، په اوکراین کې د بشري بحران او د روسیې لخوا د بشر د حقونو د نقض کیدو خبرونو په اړه اندیښنه څرګنده شوې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې تر دې وړاندې اخطار ورکړی و چې هر هیواد چې په دغې رای ګیری کې د موافق رایه وکاروي او یا هم د رای ورکولو څخه ډډه وکړي، د روسیې لخوا به "غیردوست" هیواد وګڼل شي او هغو هیوادونو سره به د روسیې دوه اړخیزه اړیکو کې د بدلون شاهدان وي.

XS
SM
MD
LG