د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین له لویدیځ غوښتي د روسیې ضبط شوې شتمني دوی ته ورکړي


د اوکراین صدراعظم دینسي شمیګال له غرب غوښتي چې د روسیې ضبط شوې شتمنۍ کیف ته وسپاري.
د اوکراین صدراعظم دینسي شمیګال له غرب غوښتي چې د روسیې ضبط شوې شتمنۍ کیف ته وسپاري.

اوکراین دوشنبه مارچ څلورمه (کب۱۴) د لویدیځو هیوادونو څخه وغوښتل چې د روسیې ضبط شوي شتمنې دې کیف ته وسپارل شي تر څو دوي پرې خپل هیواد بیرته ورغوي.

لویدیځو هیوادونو په ۲۰۲۲ کال کې چې روسیې پخپل ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ، د روسیې دا شتمنۍ کنګل کړلې.

په متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو کې دا غوښتنې ډیرې شوې چې د روسیې په بانکي حسابونو، پانګونو او شتمنیو څخه په ګټې اخیستو چې ارزښت یې میلیاردونه امرکایي ډالر کیږي، د اوکراین لپاره مالي صندوق جوړ کړل شي.

د اوکراین صدراعظم دمیس شمیګال پدې هکله په خبري کنفرانس کې وویل، " د روسیې ضبط شوې شتمنۍ به زمونږ د دولت د ملاتړ او بیا رغونې لپاره په باوري سرچینې بدله شي".

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو په کانګرس کې د اوکراین سره د ۶۰ میلیارد ډالرو مرستو طرحه د جمهوري غوښتونکو د اختلاف له کبله په ټپه ولاړه ده، کیف خبرداری ورکړی چې لا ډیرو نظامي او مالي مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي شمیګال له غربي هیوادونو وغوښتل چې د انتخاباتو او سیاسي تحولاتو وړاندې د اوکراین سره د مرستو کولو لپاره اقدام وکړي ځکه د هغه په قول ښایي دا ادلون بدون د مرستو چارې ګډوډې کاندي.

د اوکراین د صدراعظم دې څرګندونو څخه وړاندې د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جینیت یلین تیره اوونۍ ویلي و چې د روسیې شتمنیو ضبطولو او اوکراین ته د سپارلو لپاره یې "اخلاقي قضیه" موجوده وه.

میرمن یلن د نړۍ اوو سترو صنعتي یا جي – ۷ هیوادونو څخه غوښتي چې پدې هکله لارې چارې ولټوي.

خو بل پلو بیا روسیې خبر دا وړاندیز رد کړی "بې ګټې" یې بللی او خبرداری یې ورکړی که ضبط شوې شتمنۍ یې اوکراین ته وسپارل شي، دوي به یې پر ضد اقدام وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG