د لاس رسي وړ اتصالات

شولتز: جرمني د هیواد د پوځي افسرانو د خبرو د افشا کیدو په اړه جدي څیړنه کوي


د جرمني صدراعظم اولاف شولتز
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د شنبې په ورځ، مارچ دوهمه (کب ۱۲مه) وویل چې هیواد یې د جرمني د پوځي افسرانو د خبرو د جزییاتو د ثبت او افشا کیدو په اړه جدي څیړنه کوي.

شولتز د ايټاليا پلازمېنې روم ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې اړه وويل: "هغه څه چې رپوټ شوي دي ډېر مهم دي او له همدې امله څېړنې په دقت، جديت او چټکۍ سره ترسره کېږي. "

شولتز دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د جرمني د دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل چې د یو پټ ویډیو کنفرانس په اړه په څېړنه بوخت دي چې په کې د دغه هېواد پوځي افسرانو د اوکراین د جګړې په اړه خبرې کړي او د هغوی خبرې په پټه ثبت او اوریدل شوي دي او په روسي رسنیو کې خپرې شوې دي. د دې خبرو ثبت کول کیدای شي د برلین لپاره یو لوی شرم وي.

د روسیې د حکومت له ملاتړ څخه د برخمن آر ټي ټلویزیون مشرې مارګاریتا سیمونیان د جمعې په ورځ، یو ۳۸ دقیقې غږیز کليپ خپور کړ چې ادعا کوي د جرمني پوځي افسران په کې په کریمیا باندې د برید په اړه بحث کوي.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند فرانس پرس ته وویل: "موږ په دې اړه څیړنه کوو چې آیا د پوځي ځواکونو خبرې اوریدل شوي او که نه."

په دې غږیز کلیپ کې د اوکرایني ځواکونو له خوا د جرمني د "تاورث " توغندیو د احتمالي کارونې او د هغې د اغیزو په اړه خبرې اوریدل کیږي.

په دې بحثونو کې د کرچ په تنګي کې د لوی پل په څیر سیمو په نښه کول شامل دي. دا سیمه د روسیې اصلي خاوره د کریمیا د ټاپوزمي سره نښلوي، چې مسکو په ۲۰۱۴ کې د خپلې خاورې سره ضمیمه کړ.

کیف له ډیرې مودې راهیسې له جرمني څخه غواړي چې د "تاورث " توغندي ورکړي، هغه توغندي چې کولای شي تر ۵۰۰ کیلومترو پورې هدفونه په نښه کړي.

خو د جرمني صدراعظم تر اوسه د اوکراین دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنه ښايي جګړه لا پسې پراخه کړي.

په دې ترڅ کې د جرمني د زرغون ګوند څخه کنستانتین فون نوټز ویلي، که هغه څه چې خپاره شوي ریښتیا وي، دا یوه ډیره ستونزمنه پیښه کیدی شي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له جرمني څخه وغوښتل چې د دې خبرو په هکله "ژر" توضیحات ورکړي.

د روسیې د حکومت دغه ویاندې ویلي چې د دې پوښتنې له ځوابولو ډډه کول د ګناه د منلو په څېر دي.

پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته کیف د جرمني په ګډون د لویدیځ پر پوځي مرستو متکي دی.

په یو وروستي مورد کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د فبرورۍ په ۲۴، چې په اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل د پیل کیدو د دوهمې کالیزې سره سمون لري، وویل، چې کیف د "جي-۷ یا د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو په وخت پوځي مرستې باندې" حساب کوي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اروسولا ون دیر لاین پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د دویمې کلیزې په مناسبت وویل چې له کیف سره د اروپايي ټولنې مرستې به د اوکراین تر ''وروستۍ ازادۍ'' پورې دوام وکړي.

په عین ورځ د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو وويل، دغه هېواد به له اوکراين سره څه دپاسه درې میليارده کاناډايي ډالره پوځي مرسته وکړي چې د دوه اعشاريه درې میليارډو امريکايي ډالرو معادل کېږي. اوکراین او کاناډا همداشان د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۲۴ امنیتي تړون هم لاسلیک کړ.

همداشان اوکراين په همدې ورځ له ايټاليا سره هم امنيتي تړون لاسليک کړ. تر دې مخکې اوکراین په وروستیو اونیو کې له بریتانیا، فرانسې، جرمني او ډنمارک سره هم ورته امنیتي تړونونه لاسلیک کړي دي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د پیل راهیسې، کیف د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا پر مالي او پوځي مرستو متکي دی. خو اوکراین په دې وروستیو کې د پوځي تجهیزاتو او مهماتو له کمښت سره مخ دی ځکه چې د امریکا کانګرس د دغه هېواد لپاره د ۶۱ میلیارد ډالرو مرستې بسته نه ده تصویب کړې.

روسیه پر اوکراین خپل پوځي یرغل د "ځانګړو عملیاتو " په نامه یادوي، خو اوکراین او د هغه لویدیځ متحدین د روسیې دغه اقدام د یو خپلواک دولت پر وړاندې بشپړه جګړه بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG