د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان دې په افغان ښځو محدودیتونه لېرې او حقونه یې خوندي کړي- د بهرنیو چارو وزیران  


معترضې ښځې
معترضې ښځې

د امریکا د متحدو ایالتونو، سعودي عربستان او متحدو عربو اماراتو په ګډون د نړۍ د ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان وضعیت ته د توجه غوښتنه کړې او ویلي دي چې دا هېواد د طالبانو په څه باندې یو نیم کلن حاکمیت کې د نجونو او ښځو بشري حقونو ته د درناوي له پلوه تر ټولو بد نړیوال افت تجربه کوي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په اعلامیې کې چې نن چهارشنبه، مارچ اتمه (کب۱۷) د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې، د طالبانو له لوري له زده کړو او کار څخه د افغان نجونو او میرمنو ممانعت، په هغوی باندې د اقتصادي او سیاسي فضا تنګېدو او د کورني خشونت قربانیانو سره نه مرستې او همکارۍ ته اشاره شوې ده.

په اعلامیې کې د استرالیا، بلجیم، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، سعودي عربستان، هالنډ‌، نیوزیلنډ،‌ ناروې، کوریا جمهوریت، اسپانیا، سویډن، سویس، ترکیې، متحدو عربو اماراتو، بریتانیا او متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې د استازي له خولې ویل شوي دي که په ښځو او نجونو باندې د طالبانو بندیزونه لېرې نکړل شي، د افغانستان په اقتصاد او ټولنې باندې به ناوړه اغیز ولري.

دغو وزیرانو په افغانستان کې د پایداره اقتصاد او سیاسي ودې لپاره په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو په اغیزناک مشارکت تاکید کړی دی.

په اعلامیې کې د هغو ښځو ستاینه شوې ده چې د طالبانو د دغو بندیزونو په ضد درېدلې او خپل غږ یې اوچت کړی دی. همدغه راز دوی له کوم قید او شرط پرته یې د زده کړو او کار د حق لپاره د ښځو د غوښتنو ننګه کړې ده.

دغو وزیرانو همدغه ډول په نړیوالو غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار باندې بندیز هم غندلی او ویلي دي چې په دې سره د ۲۸ میلیون اړمنو افغانانو لپاره د مرستو رسولو چارې له خطر سره مخامخ کېږي.

د دغو شاوخوا ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو څخه غوښتي دي چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته ښځې او نجونې له تعلیم، سیاسي، اقتصادي او اجتماعي مشارکت څخه منع کړې. طالبان وايي چې د «شرعیت او افغان فرهنګ په اساس د ښځو حقونه» ورکوي، خو نړیواله ټولنه وايي چې د ښځو د حقونو نقض کول په هېڅ اساس د توجیه وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG