د لاس رسي وړ اتصالات

په سرطان اخته مېرمنې دکرونا د مخنیوي لپاره ماسکونه جوړوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د کرونا ناروغي که له یو اړخه مشکلات جوړ کړي، له بل اړخه یې د ژوند په ځینو برخو کې یو شمېر انسانان ځینو نوښتونو ته اړ کړي.

په قرغزستان کې په سرطان اخته د ښځو یو ګروپ د کرونا ویروس د مخنیوي‌ لپاره ماسکونه جوړوي. هغه روپۍ چې دوی یې د ماسکونو جوړولو له لارې تر لاسه کوي په هغې سره په سرطان ناروغي اخته ناروغانو درملنه کوي.

دا ښځې د ژوند کولو لپاره د (یو ځای سازمان) په چوکاټ کې يو ورکشاپ کې خپلې چارې ترسره کوي. د دغه سازمان مشره ایوګل کیډیر میشوا وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې يې د هغو ښځو سره چې د سرطان د ناروغي درملنې لاندې وې او یا مخ په رغیدو وې مالي او روانې مرسته کوله.

د ژوند کولو لپاره یو (ځای سازمان) کې کار کوونکو رضا کارو ښځو په یو ورکشاپ کې د وړو او غټو لاسي دستکولونو د جوړولو او خرڅولو له لارې په سرطان اخته بیوزله ناروغانو ته درمل اخیستل.

د سازمان رضاکاره مملکت هالماتوا چې له سرطان بیرته روغه شوې اوس د ژوند لپاره (یوځای سازمان) د مدیریت لاندې د سرطان له نورو ناروغانو سره مرسته کوي.

هغه وايي: "ما په ۲۰۱۶ کال کې د سینې جراحي وکړه. هغه وخت د ژوند لپاره د یوځای والي په څیر خیریه ټولنې نه وې موجود. وروسته چې زه ددغه سازمان څخه خبره شوم ما سمد ستي د هغو ښځو سره چې زما په څېر ستونزه یې درلودله سره مرسته کول خپله موخه وګرځوله."

ځینو هېوادونو کې ماسکونه خلاص شوي او یا کم شوي‌دي
ځینو هېوادونو کې ماسکونه خلاص شوي او یا کم شوي‌دي

خو د کویډ ۱۹ ناروغي د راپيدا کيدو له امله بازارونو کې ماسکونو د کمي رامینځته کيدو وروسته دغو ښځو خپلو تولید اتو ته تغییر ورکړو.

د پخوا برخلاف اوس دغه ښځې هڅه کوي چې د کویډ ۱۹ د وبا پر مهال د ماسکونو د جوړولو له لارې له خپل ځانونو او نورو خلکو سره مرسته وکړي.

کیډیر میشوا د ژوند کولو لپاره یوځای سازمان مشره، د سازمان لخوا د ماسکونو جوړول یو تصادف ګڼي.

هغه زیاتوي: "موږ د مخ د ماسکونو جوړولو اراده نه درلودله خو د بیتالیا اصیل په شان خلکو موږ ته ټوکر راوړ او د ماسکونو جوړولو غوښتنه یې راڅخه وکړه. وروسته پوه شو چې نوموړې دغه ماسکونه د وړیا اشتهار په خاطر ورکول او دغه ماسکونه هغو میرمنو جوړ کړي وو چې په سرطان اخته وې. دا معلومات د فیسبوک او خواله رسنیو له لارې خپاره شول او موږ ته لدغه وروسته د مشتریانو فرمایشونه راتلل پیل شول."

د ژوند لپاره یوځای سازمان ورسره ثبت ناروغانو ته د درمل اخیستلو لپاره اړ دي چې د میاشتې ۱۷۸۰۰۰ سومه ( ۲۵۰۰ ډالر) وګټي. سازمان ګودام نلري نو لدې امله پیرودونکي باید مخامخ د سازمان ورکشاپ ته ورشي.

که څه هم چې د سازمان چارواکي د ناروغانو د درمل رانیولو لپاره اړينو روپو راټولولو ته ندي رسید لي خو دوی له مشتریانو خوشاله دي.

د سازمان مشره ایوګل کیډیر میشوا وايي: "تر ننه موږ په څلیرویشت ساعتونو کې ۱۰۰۰ ماسکونه جوړول. د مهربانو خلکو، چې له موږ څخه يې ماسکونه اخیستل، په برکت موږ تر اوسه ۵۶۰۰۰ سومه(۷۷۰ ډالر) تر لاسه کړي.خلکو کولای شول چې له نورو ځايونو څخه ماسکو نه ترلاسه کړي،خو دوی تر اوږد مهاله انتظار کولو ته غاړه کیښودله او موږ ته یې د ماسکونو قیمت راکړو. دوی ومنله او اماده دي چې له موږ څخه خریداري وکړي."

کرونا د جمعې تر سهار پورې اپریل۳ څه باندې ۴۳زره کسان مړه کړي
کرونا د جمعې تر سهار پورې اپریل۳ څه باندې ۴۳زره کسان مړه کړي

د ژوند کولو لپاره یوځای موسسه يواځېني اداره نده چې د کرونا ناروغي يې د کارونو ډول ته تغيير ورکړی. په بېلا بېلو هېوادونو کې فابریکو د خپل اصلي تولیداتو پر ځای د کرونا د مخنیوي موادو جوړول پیل کړي.

د موټرو جوړولو امریکايي شرکت جنرل موټر له هغه وروسته چې ورڅخه ولسمشر ټرمپ د اکسیجن ورکولو د الاتو ( وینټیلیټیر) د جوړولو غوښتنه وکړه، د دغو الاتو په جوړولو بوخت دی.

د کرونا ناروغي د زیاتېدو پر مهال د دغه ناروغي د خپریدو د مخنیوي موادو په ځانګړي توګه ماسکونو، د لاسونو پاکولو مایع او د اکسیجن ورکولو الاتو کمښت دنړۍ په لر او بر کې د خلکو تشویشونه راپارولي دي.

د کرونا ناروغي په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د وهان په ښار کې خپور شو.

د جانس هاپکنس پوهنتون د څېړنې مرکز وايي‌دا ویروس د جمعې تر سهار د اپریل درېیمه (وري۱۵) څه باندې ۵۳زره کسان مړه کړي دي‌ او د نړۍ په ۱۸۱ هېوادونو کې څه باندې یو میلیون نور خلک پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG