د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته د 'راکټ پرمختللي سیستمونه' استوي


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلي پرېکړه یې کړې ده چې اوکراین ته به د راکټ «نور پرمختللي سیستمونه او مهمات» استوي چې له روسیې سره یې په جګړې کې مرسته وشي.

ښاغلي بایډن دنیویارک ټایمز لپاره مقاله لیکلې چې تېر ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي لسمه) خپره شوه. نوموړي لیکلي دي چې د امریکا متحدو ایالتونو له اوکراین سره د وسلو او مهماتو مرسته کړې چې له روسیې سره د جګړې په میدان کې او نهایتآ په مذاکراتو کې دریځ قوي شي.

ښاغلي بایډن لیکلي دي: «بې موجبه یرغل، د زېږنتونونو او فرهنګي مرکزونو بمبارولو او د میلیونونو خلکو مجبورولو چې له خپلو سیمو ووځي، د اوکراین جګړه په یوې اخلاقي مسئلې بدله کړې ده.»

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړ او اوس دا جګړه څلورمې میاشتې ته داخله شوې ده.

ښاغلی بایډن داسې مهال اوکراین ته د راکټ د پرمختللیو سیستمونو او مهماتو د ورکولو خبره کوي چې تر دې مخکې یې اداره په دې اړه زړه نا زړه وه.

هغه د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې امریکا به اوکراین ته داسې راکټونه ورنکړي چې «په روسیې باندې توغول کېدای شي».

ښاغلي بایډن په خپلې مقالې کې دا خبره کړې ده چې له روسیې سره جګړه نغواړي. د مقالې په یوې برخې کې راغلي چې د «ښاغلي پوتین سره مخالف یم او اعمال یې تیری بولم، متحده ایالتونه نغواړي چې هغه راوپرځوي».

د امریکا ولسشمر په خپلې مقالې کې لیکلي دي: «تر څو پورې چې په موږ او زموږ په ایتلافایانو برید نه وي شوی، موږ به په دغې جګړې کې مستقیم دخیل نشو، نه اوکراین ته د ځواکونود استولو له لارې او نه هم د روسیې په ځواکونو باندې د برېد له لارې. موږ اوکراین نه تشویقوو او نه یې د دې وړ کوو چې له خپلو سرحدونو د باندې برید وکړي.»

په نیویارک ټایمز کې د ښاغلي بایډن د مقالې له خپرېدو وروسته سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د اوکراین خلکو په ډېرې مېړانې او زړورتیا سره د روسیې د یرغل په مقابل کې د خپل هېواد او دموکراسۍ څخه دفاع کړې او نړۍ ته یې الهام بخښلی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې امریکا به اوکراین ته د خپلې دفاع لپاره ضرورت وړ وسلې او تجهیزات برابروي او تر څنګ به یې ولاړه وي. په اعلامیې کې راغلي دي چې د HIMARS د پرمختللي راکټي سیتسم په ګډون به اوکراینیانو ته وسلې او مهمات ورکړل شي.

په همدې حال کې روسیې د اوکراین د ختیځ ښار سورودونیتسک ډېره برخه نیولې او دا کار به ورسره د صنعتي سیمي دونباس په کنترولولو کې مرسته وکړي.

د لوهانسک سیمه ایز والي ویلي دي چې د روسیې او اوکراین د ځواکونو ترمنځ له څو ورځو سختې جګړې وروسته، مسکو د ښار ډېرې برخې نیولې خو ښار یې محاصره کړی نه دی.

والي په یو انلاین پوست کې لیکلي دي چې د روسیې ځواکونو د توغندیو د بریدونو له کبله په ښار کې د ۱۳۰۰۰ اېسارو شویو خلکو ته د مرستو رسول ناممکن شوي دي، دا ښار ی مهال د ۱۰۰زره خلکو کور و.

د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي تل لویدیځ هڅولی دی که په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ضد اقدامات کوي، باید پرمختللي وسلې او سیستمونه ورکړي او په روسیې باندې قوي بندیزونه ولګوي.

د دغه راپور په لیکلو کې د رویټرز، فرانسې او اسوشیتدپرس اژانسونو له معلوماتو استفاده شوې.

XS
SM
MD
LG