د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړی همغږی کوونکی وټاکه


ترکي دپلومات فریدون سینیرلی اوغلو
ترکي دپلومات فریدون سینیرلی اوغلو

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د ترکیې دپلومات فریدون سینیرلی اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش په توګه وټاکه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دفتر د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د سینیرلی اوغلو ټاکل د دغه سازمان د امنیت شورا د ۲۶۷۹ نمبر پریکړه لیک پر بنسټ تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له سینیرلی اوغلو څخه غوښتي چې د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې مشري وکړي او د افغانستان پر وړاندې د موجودو ننګونو د حل لپاره د یوې همغږې او واحدې تګلارې په اړه وړاندیزونه وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی همغږي کوونکی پداسې حال کې ټاکل کیږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راوروسته چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واکمن شوي دا هیواد د سختو کړکیچونو سره مخامخ دی.

طالبانو تر ډیره هغه ژمنو ته چې د دوحه د تړون د لاس لیک پر وخت یې کړي شا کړې ده او پدې هیواد کې یې د افغانانو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو ابتدایي بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده.

افغان نجونې یې د شپږم ټولګي پورته په منځنیو او لیسه ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړي او ښځې یې د ملګرو ملتونو په ګډون په کورنیو او نړیوالو ادارو او موسسو کې له کار کولو څخه بې برخې کدي دي. همداشان ښځې عامه پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو ته له تګ منع دي.

دې وضعیت ملګري ملتونه او نړیوالې مرستندویه موسسې چې ښڅینه کارکوونکو ته ادتیا لري، دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې خپل خیریه مرستدویه فعالیتونه پداسې حال کې ودروي چې دا هیواد د سخت اقتصادي او بشري کړکیچ سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" یو ځل بیا په افغانستان کې په روان میلادي کال کې ۲۳.۷ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه ۴.۶۲ ملیاردو ډالرو د مرستې د برابرولو غوښتنه کړې ده، خو اوچا وايي، نړیوالې ټولنې ددغه کال په لومړیو دریو میاشتو کې یوازې ۲۵۰ میلیونه ډالر، چې د ټولې غوښتل شوې مرستې ۵.۴ فیصده جوړوي تراوسه برابر کړي دي.

له بلې خوا د افغانستان سره مرستندویه لویدیځ هیوادونه چې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د رامنځته کیدو او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په بشري حقونو ټینګار کوي د طالبانو په محدودونکو پالیسو اندیښمن او د پخوا په څیر مرستو ته لیوال ندي.

سینیرلی اوغلو په نړیوالو چارو او دپلوماسۍ کې څلور لسیزې تجربه لري او په دې موده کې یې په سیاسي، بشري، پرمختیايي او بشري حقونو مسلو کې کار کړی دی.

دغه ترکي دپلومات چې په ۲۰۱۵ کال کې د ترکیې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر و، د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ، شمالي افریقا، اروپا، شمالي امریکا او اسیا په یو شمېر هېوادونو کې دندې ترسره کړې دي. نوموړی له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې دایمي استازی و.

XS
SM
MD
LG