ټاکل شوې ده چې سبا سه شنبه (۱۹) ملګري ملتونه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو د ځای په ځای کولو او مدغم کولو په اړه غونډه کوي.
د ملګر ملتونو د بشري اسکان اداره وايي چې دا غونډه د اذربایجان په پلازمینه باکو کې کېږي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د څلورو ادارو استازي په کې ګډون کوي.
د دغو ادارو مسئولین به په دې غږیږي، چې څنګه افغانستان ته د راستنېدونکو په ادغام او ځای په ځای کولو کې ګډ کار کولای شي.
ملګري ملتونه وايي چې له ۲۰۲۳ کال راهېسې څه باندې پنځه میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. په دوی کې یې تر نیمایي زیات له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي او یا شړل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان ته راستنېدونکي د کار، استوګنځایونو او د ژوند د نورو اسانتیاو له کموالي او نشتوالي سره مخامخ دی او په لوی شمېر کې د کډوالو ستنېدو د افغانستان د روغتیا او نورو برخو په کمزوریو بنسټونو فشار نور زیات کړی.
څه موده مخکې د ژغورنې نړیوالې کمېټې په هېوادونو غږ وکړ، چې افغان کډوال خپل هېواد ته ونه شړي، بلکې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړې.
فورم \ دبحث خونه