د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د سوریې جګړه د معاصر تاریخ یو تور باب دی


د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پېدرسن
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پېدرسن

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پېدرسن «ژوره اندیښنه» څرګنده کړه چې دغه سازمان تر اوسه ندی توانیدلی د سوریې د جګړې په پای ته رسولو کې چې د دوشنبې په ورځ لس کلنه شوه، منځګړیتوب وکړي.

ګایر پېدرسن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې: «د سوریې غمیزه ښایي د معاصر تاریخ تر ټولو تور باب وي...د سوریې خلک ددې پیړۍ د سترو قربانیانو څخه دي.»

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پېدرسن همداشان وویل، د سوریې کورنۍ جګړه چې په ۲۰۱۱ کې د حکومت ضد په سوله ییزو مظاهرو پیل شوه کومې مظاهرې چې د جمهور رئیس بشارالاسد د رژیم له خوا په وحشیانه توګه وځپل شوې اوس دومره اوږده شوه لکه دوو نړیوالو جګړو چې دوام کړی و.

هغه وویل: «اکثره سوري ماشومانو یوه ورځ هم پرته له جګړې ژوند ندی کړی...زیات شمیر یې له خوړو، درملو او زده کړو بې برخې پاته شوي یا هم بندیان شوي او د جګړې لپاره استخدام شوي دي، ټپیان او یا وژل شوي دي.»

ددغې لس کلنې جګړې په ترڅ کې د سوریې څه دپاسه نیم میلیون وګړي مړه شوي او په میلیونونو نور مهاجر او یا هم دننه په هیواد کې بې ځایه شوي دي. د سوریې څه دپاسه نیمایي نفوس د خوړو له کمښت سره مخامخ دي او په هرو لسو سوریانو کې نهه یې په فقر او غربت کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل په تیر کال کې په سوریه کې یو څه ارامتیا رامنځ ته شوې. هغه د سوریې د مختلفو اړخونو او د جګړې د عمده نړیوالو لوبغاړو وغوښتل چې د ټول هیواد په کچه د اوربند د ټینګیدو لپاره هڅه وکړي.

هغه د سوریې د مختلفو اړخونو ترمنځ د سیاسي جوړ جاړي لپاره نړیوال ملاتړ مهم وباله او وویل چې د یوې رغنده نړیوالې دپلوماسۍ پرته د سوریې په مشرۍ د سولې پروسه نشي بریالۍ کیدای: «دا [جګړه] په ژوره د یو نسل سختو نړیوالو شخړو څخه ده کوم چې د سوریې پر خلکو پورې مربوط زیات موضوعات یې د سوریانو په لاس کې ندي.»

په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بسام الصباع د ۲۰۱۱ کال د سوله ییزو مظاهرو یادونه ونه کړه خو پر ځای یې د اسد رژیم د پراخې نړیوالې دسیسې قرباني وګاڼه. هغه امریکا، بریتانیا، فرانسه او ترکیه د اسد د حکومت او پوځ د کمزوري کولو لپاره په «بیسارې یرغلګرې جګړې» ملامت کړل.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا تماس ګرینفیلډ وویل: «رژیم د سولې په لور یو ګام هم ندی پورته کړی.» هغې پر روسیې غږ وکړ چې د اسد رژیم باندې فشار راوړي چې دا حالت پای ته ورسوي: « دا یې وخت دی چې رژیم د شخړې د ریښې علت ته پام وکړي او هغه د سوریې د ټولو خلکو غوښتنه ده چې په عزت، د شکنجې، بد رفتاریو او استبدادي بندي کولو پرته ژوند وکړي.»

XS
SM
MD
LG