د لاس رسي وړ اتصالات

د خوراک نړیوال پروګرام: د میلیاردونو ډالرو مرستو پرته، نړۍ د پراخو کډوالیو سره مخ کیږي


د خوراک د نړیوال پروګرام (WFP) رئیس ډیویډ بیسلي
د خوراک د نړیوال پروګرام (WFP) رئیس ډیویډ بیسلي

د خوراک د نړیوال پروګرام (WFP) رئیس ډیویډ بیسلي خبرداری ورکړی د میلیونونو لوږو انسانانو د تغذیې لپاره د نورو میلیاردونو ډالرو مرستو پرته به نړۍ د راتلونکو ۱۲ تر ۱۸ میاشتو ‌پورې د پراخو مهاجرتونو، بې ثباته هیوادونو او لوږو ماشومانو او لویانو شاهده واوسي.

ښاغلي بیسلي په ۲۰۲۲ کال کې د نړیوال خوراکي پروګرام سره د متحدو ایالتونو او جرمني د مرستو د زیاتیدو ستاینه وکړه او له چین، د خلیج حوزې له هیوادونو، شتمنو میلیاردرانو او نورو هیوادونو وغوښتل چې په داسې حساس وضعیت کې د نړۍ له خوراکي پروګرام سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي چې ټاکل شویده روانه اوونۍ تقاعده شي، په یوې مرکه کې ویلي، ویریږي که نړیوال خوراکي پروګرام هغو ۲۳ میلیاردو ډالرو ته چې اړتیا لري، ترلاسه نکړي، په پایله کې به میلیونونه انسانان چې په نړۍ کې خوراکي‌ موادو ته اړتیا لري، ناهیلي پاته شي.

بیسلي په ۲۰۲۲ میلادي‌ کال کې وتوانید نړیوال خوراکي پروګرام ته ۱۴.۲ میلیارده ډالره ترلاسه کړي. دا مرسته د ۲۰۱۷ میلادي کال د پیسو په نسبت دوه برابره زیاته وه کوم چې شپږ میلیارده ډالر ټول شوي وو. د تیر کال د بسپنو له مخې د نړۍ په ۱۲۰ هیوادونو او سیمو کې له ۱۲۸ میلیونو کسانو سره د خوراکي‌ توکو مرسته وشوه.

بیسلي وویل، هغه تیر کال وتوانید چې متحده ایالات وهڅي څو خپلې مرستې له ۳.۵ میلیارد ډالرو څخه ۷.۴ میلیاردو ډالرو ته زیاتې کړي او جرمني ژمنه وکړه چې خپلې مرستې له ۳۵۰ میلیون ډالرو څخه ۱.۷ میلیارد ډالرو ته زیاتې کړي. خو نوموړی وایي اوس فکر کوي چې یاد هیوادونه به په روان میلادي کال کې خپلې مرستې ډیرې نکړي.

د نړیوال خوراکی پروګرام مشر له ټولو هیوادونو له هغې ډلې د نړۍ له دویم اقتصاد چین څخه وغوښتل، اخلاقي مسولیت لري چې خپلې مرستې ډیرې کړي. د هغه په وینا چین تیر کال یوازې ۱۱ میلیون ډالره له نړیوال خوراکي پروګرام سره مرسته کړې ده.

بیسلي وویل، په نړیوالو مارکیټونو کې د تیلو قیمت لوړ شوی او د خلیج هیوادونه چې د تیلو عمده صادرونکي دي په خاص ډول اسلامي هیوادونه چې له افریقایي او د منځني ختیځ له هیوادونو سره اړیکي ‌لري د نړیوال خوراکي پروګرام سره دې خپلې مرستې ډري کړي.

نوموړي څرګنده کړه، تر ټولو شتمن میلیاردر د کرونا ویروس د خپریدو پرمهال بې ساری عاید ترلاسه کړی او له هغه یې وغوښتل چې اوسني کړکیچ ته د رسیدو په برخه کې مالي مرستې ډیرې کړي.

د بیسلي په وینا، د بودیجې د کموالي‌ له امله اړ شو چې په افغانستان کې له څلورو میلیونو کسانو سره خپلې مرستې پنځوس سلنه کمې کړي، هغه کسان چې د قحطۍ په درشل کې دي.

نوموړي وویل:" اوسمهال کافي پیسې نلرو چې سختو اړو کسانو سره مرسته وکړو. له همدې امله، موږ په کړکیچ کې یو او که ډیر پام ونکړو نو واقعا به د ځمکې پر مخ دوزخ ولرو."

بیسلي همدارنګه زیاته کړه، غربي مشرانو په خاص ډول اروپايي چارواکو ته یې ویلي چې هغوی د اوکراین او روسیې په جګړه متمرکز دي او که په افریقا او منځني ختیځ کې نورو هیوادونو ته پام ونکړي، نړۍ به له ډیرو مشکلاتو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چې د نړۍ اوسنۍ شتمني ۴۰۰ تریلیون ډالرو ته رسیږي او هیڅ دلیل نشته چې ماشومان له لوږي مړه شي.

XS
SM
MD
LG