د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د قحطۍ مخنیوي دپاره فعال اقدامات پکار دي – ملګري ملتونه


مارټین ګریفیت، په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال
مارټین ګریفیت، په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال وايي چې په افغانستان کې د قحطۍ د مخنیوي دپاره فعالو او دوامداره اقداماتو ته اړتیا ده.

مارټین ګریفیت پرون دوشنبې ۲۲ اګست (زمری ۳۱) خبرداری ورکړ چې د افغانستان نیمايي نفوس له سختې لوږې سره مخامخ دی او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او له نړیوالو څخه یې له افغانستان سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

هغه وویل: "۱۹ میلیونه خلک چې د افغانستان د نفوس نیمايي جوړوي، خوراکي موادو ته لاسرسی نلري. پدې خلکو کې ۶ میلیونه داسې دي چې د خوړو عاجلو مرستو ته اړتیا لري. دا په نړۍ کې په یوه هېواد کې د داسې خلکو چې خوراکي مواد ته لاسرسی نلري، تر ټولو ستر شمېر دی".

د ملګرو ملتونو دغه آستازی اندېښنه ښودلې ده چې ملګري ملتونه دا وخت د افغانستان خلکو ته د اړینو مرستو رسولو دپاره یوازې نیمايي پیسې لري.

هغه ناسم اقتصادي وضعیت، طبیعي ناورینونه او د ښځو او نجونو د بشري حقونو نه ورکول په افغانستان کې سترې ننګونې بللي دي، چې د هغه په خبره، له بشري مرستو ور ها خوا، بنسټیز حل ته اړتیا لري.

ښاغلي ګریفیت وویل: "باید د افغانستان د اقتصاد ملاتړ وشي. بشپړ بانکي سیستم باید رامینځ ته او له نړیوال بانکي سیستم سره وتړل شي. بنسټیزو خدماتو لکه روغتیايي آسانتیاو او اوبو ته لاسرسی قوي شي او وساتل شي".

ګریفیت همدارنګه وايي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې په شاتګ شوی دی او په دې برخه کې یې د هغه هېواد روان حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه وویل: "موږ باید د ښځو او نجونو حقونه بېرته پر ځای کړو. نجونې باید منځنیو ښوونځیو او لېسو ته پرېښودل شي. د ښځو پر ګرځېدو بندیز د دوی د ژوند د خوندي کولو پر وړتیا هم اغېزه لري".

ملګرو ملتونو په داسې حال کې د افغانستان لپاره د مرستو غږ کړی دی چې ددغه سازمان د امنیت شورا د طالبانو د لوړ پوړو مقاماتو پر سفرونو د بندیز د معافیت د مودې د غځولو پر سر پرېکړې ته نده رسېدلې.

ټاکل شوې وه چې د ۱۳ طالب مشرانو د بهرنیو سفرونو د سفر د اجازې په اړه پرون پرېکړه شوې وای، خو وروستي راپورونه وايي چې د امنیت په شورا کې په دې اړه لا تر اوسه د نظرونو اختلاف موجود دی او له آمله یې دغه پرېکړه ځنډېدلې ده.

چین د افغانستان اقتصادي بیارغونه غواړي

په عین وخت کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي آستازي ویلي چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړېدو او د افغان مېرمنو د حقونو ورکولو دپاره نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د افغانستان له موجوده چارواکو سره ښکېل پاتې شي.

یو ژیاو یونګ وویل: "دا اړینه ده چې د افغانستان له حکومت سره ښکېل پاتې شو. د افغانستان له خلکو سره هره واقعي مرسته، د افغانستان د واکمنو له نظره غورځولو په صورت کې په مشکل سره کېدای شي".

د چین دغه آستازي زیاته کړې ده چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو او د ښځو د حقونو درناوي ته زیات پام کیږي، خو له دې مسایلو سره چلند د افغانستان د اقتصادي بیارغونې پرته امکان نلري.

بل خوا د بخښنې نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره طالبان د بشر پر حقونو باندې په تیریو تورن کړي دي او پر هغوی یې د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته د درناوي کولو غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG