د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما د حکمتیار د محاکمه کولو عریضه ترلاسه کړې


په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) ویلي چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په خلاف یې عریضه ترلاسه کړې ده. پدغه عریضه کې له یوناما غوښتل شوي چې ښاغلی حکمتیار دې د پخوانیو جرایمو له کبله محاکمې او عدالت ته ودرول شي.

یوناما ندي ویلي چې دغه عریضه چا ورته ورکړې او څومره کسانو پکښې لاسلیک کړی دی.

د یوناما مشر چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازی هم دی ویلي هغه افغانان چې د تیرو زور زیاتیو قرباني شوي، باید د قضايي جبران له حق نه بې برخې نشي. تادامیچي یماماتو ویلي "ملګري ملتونه به سولې، عدالت او امنیت ته د رسیدلو لپاره له افغانانو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د روان کال د فبرورۍ په میاشت د افغان حکومت په وړاندیز، د ترهګرۍ د نړیوالو بندیزونو له نوملړ نه د ښاغلي حکمتیار نوم وایست.

د حکمتیار په مشری د حزب اسلامي ګوند د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ او ژمنه يې وکړه چې له جګړې به لاس اخلي او له ترهګرۍ سره به هر ډول اړیکې شلوي.

د بشري حقونو سازمانونه بیا پر ګلبدین حکمتیار او د نورو افغان پوځي ډلو پر مشرانو د جنګي جرمونو او بشریت ضد جرایمو د ترسره کولو تور لګوي.

یوناما ندي ویلي چې د حکمتیار په خلاف د ترلاسه شوي عریضې په اړه به څه وکړي، خو د سولې د پایښت لپاره یې د افغان حکومت هلې ځلې ستایلي دي.

د حزب اسلامي غبرگون

د یوناما د څرگندونو په غبرگون کې د افغانستان اسلامي حزب دغه عریضه (غوښتنلیک) د هغو کسانو بې بنسټه ادعا بولي چې "د افغانستان په نظام کې شامل دي" او ددې گوند د مقاماتو په وینا په خلکو کې د گلبدین حکمتیار د محبوبیت او د حزب د فعالیت او نفوذ د پراخیدو نه ډاریږي او خپلې شخصي گټې په خطر کې ویني.

د حزب اسلامي د فرهنگي او مطبوعاتي چارو د کمیټې رئیس قریب الرحمان سعید، هغه کسان چې د هغه په وینا د افغانستان د ورانیو او د افغانانو د قتل او وژنو مسؤل دي ددې غوښتنلیک لیکونکي او استونکي وگڼل.

ښاغلي سعید د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د عدالت تامین او خپلو حقوقو ته ددې هیواد د خلکو رسیدل د یو قوي مرکزي حکومت جوړیدو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي حزب دې ته تیار دی چې کله په افغانستان کې دغه ډول یو منتخب حکومت رامنځ ته شي، د ملگرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو سره د انتقالي عدالت په برخه کې هر ډول همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG