د لاس رسي وړ اتصالات

تیره میاشت ننګرهار کې ۲۸ قاچاقبر نیول شوي - چارواکي


تیره میاشت ننګرهار کې ۲۸ قاچاقبر نیول شوي - چارواکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مسؤلین وايي، چې په تیره یوه میاشت کې یې څلور پنځوس کیلوګرامه مخدره مواد او ورسره شکمن قاچاقبران نیولي دي. 

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مسؤلین وايي، چې په تیره یوه میاشت کې یې څلور پنځوس کیلوګرامه مخدره مواد او ورسره شکمن قاچاقبران نیولي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو رسنیو ته نیول شوي شکمن قاچاقبر او مخدره مواد هم ښودلي دي.

ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي مبارز خبریالانو ته ویلي، چې ددغو موادو په تور یې اته ویشت تنه نیولي او عدلي ارګانونو ته یې قضیې سپارلې دي.

مولوي مبارز وویل”د نشه يي توکو مدیریت تقریبا اته ویشت تنه مجرمان او دوه عرادې موټر نیولي. پدې کې ۵۴ کیلو نشه يي مواد لکه هیروین، ټابلیټ کا، کیمیاوي مواد او دوه سوه پنځوس بوتله شراب دي“.

پدې وروستیو دوو میاشتو کې د طالبانو د حکومت له لوري د نشه يي توکو د نیولو خبرونه ورکول کیږي.

د همدې میاشتې په اوږدو کې د هلمند، بلخ او ځینو ولایتونو نه هم د مخدره موادو د نیولو خبرونه ورکړل شول.

د روان عیسوي کال د اپریل د میاشتې په لومړیو ورځو کې د طالبانو مشر ملا هیبت الله د کوکنارو په کر بندیز ولګوه او د نشه يي توکو هر ډول خرڅلاوو او قاچاق یې بند اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG