د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو سرمنشي کابل او بلخ کې وروستۍ چاودنې وغندلې


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کابل او بلخ ولایتونو کې پر ملکي وګړو وروستۍ چاودنې غندلي دي.

ښاغلي ګوتیریش د جمعې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولې شپږمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پر ملکي وګړو بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې په کلکه منعه دي.

نوموړي زیاته کړې :"زه په افغانستان کې وروستي بریدونه چې د شعیه او هزاره ټولنې د غړو او لږ تر لږه ۱۶ ماشومانو په ګډون یې د افغان ټولنې د ګڼ شمېر ملکي کسانو ژوند واخیست په سختو ټکو غندم."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدرانګه ویلي چې "ملکي وګړي هدف نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې چهارشنبې په ورځ مازدیګر په مزارشریف ښار کې د درې پرله پسې چاودنو له امله لږ تر لږه نهه ملکي وګړي ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

په بلخ کې د طالبانو حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري فرانس پرس آژانس ته ویلي و چې درې واړه چاودني په «هغو ملي بسونو» شوي چې خلک لېږدوي.

په همدغه ورځ د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند یو جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال چاودنې یو شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان کړل.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وویل چې په دغه چاودنه کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

په بلخ ولایت کې د سورلیو پر کاسټر موټرونو د چاودنو مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګې منلی، خو په کابل جومات کې د چاودنې مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی منلی.

د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې د بلخ او کابل بریدونو ته په غبرګون کې وویل چې طالبان باید د افغانان امنیت تامین کړي.

میرمن امیري پر یو ټویټ لیکلي چې په مزار شریف او کابل کې ناوړه بریدونه د بې ګناه افغانانو په وړاندې له ویجاړی پرته چې په کافي اندازه ځورول شوي، بل څه نه رامنځ ته کوي.

دغه امریکایۍ دیپلوماتې زیاته کړې چې د دا ډول ناوړه بریدونو مخنیوی، امنیت ته رسیدګي او د ټولو افغانانو غوښتنې باید هغه څه وي چې طالبان پرې تمرکز وکړي.

د داعش خراسان څانګه چې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، د طالبان د حکومت په وړاندې ستر امنیتي تهدید ګڼل کیږي.

طالبانو که څه هم د تیر کال په اګست میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته، د افغانستان په شرقي برخو کې د داعش د خراسان څانګې په وړاندې ځپونکي اقدامات کړي‌ خو یادې ډلې د تیرو اتو میاشتو راهیسې د افغانستان په مختلفو برخو کې د چاودنو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG