د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د کندهار او کابل طالبان توپیر نه لري

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د بشري حقونو ۶۱ مه غونډه د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۳ مه په ژینو کې پرانستل شوه.

د دې غونډې په پرانسته کې د نړۍ د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو په یاد د یوې شیبې لپاره د چوپتیا د غوره کولو وروسته د اسمبلې مشرې انالینا بربوک په افغانستان کې له کار او زدکړو او د بشري او بنسټیزو حقونو څخه د نجونو د محرومیت د بشري حقونو تر ټولو کلکه سرغړونه وبلله.

انالینا بربوک د بشري حقونو دغو سرغړونو ته په اشارې چې د هغې په وینا ځینې یې جنسیتي اپارتاید بولي نړیوالې ټولنې ته د طالبانو په وړاندې د نرم چلند خبرداری ورکړ.

بربوک وویل هغه تصور چې د کندهار د طالبانو په پرتله د کابل د طالبانو ډله معتدله دي ناسمه انګیرنه ده.

اغلې بربوک چې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه هم دنده ترسره کړې ده همداراز وویل دوی په دې بحثونه کوي چې څنګه افغانستان کې اړمنو ته بشري مرستې ورسوي په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون افغانې ښځې له کار څخه منع شوي دي.

هغې ټینګار وکړ چې د ښځو حقونه د هرې ټولنې د وضعیت معیار دی او زیاته یې کړه: «که ښځې، چې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، خوندي نه وي، نو نړۍ هم خوندي نه ده.»

بربوک خبرداری ورکړ چې د سختو بشري سرغړونو پر وړاندې چوپتیا د نړیوال نظام د ارزښتونو د سوکه کمزوري کېدو لامل ګرځي او ویې ویل: «چوپ پاتې کېدل هم یو انتخاب دی، خو اقدام کول هم زموږ په لاس کې دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۶۱مه غونډه دوشنبه د فبرورۍ ۲۳مه په جنوا کې پيل او د مارچ میاشتې تر ۳۱مې دوام کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په خپله وینا کې وویل: «بشري حقونه په ټوله نړۍ کې تر بشپړ برید لاندې دي. کله چې بشري حقونه ونړیږي، نور هر څه ورسره نړېږي.»

ګوتیرش ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید اجازه ورنه کړي چې «د سیاسي مصلحتونو او د جیوپولیټیکو سیالیو په بدل کې د بشري حقونو کمزوري کېدل یو عادي امر وګرځي.»

ګوتېرېش زیاته کړه چې د بشري حقونو د شورا وسایل، لکه ځانګړي راپور ورکوونکي او د ارزونې میکانېزمونه، اوس تر هر وخت ډېر مهم دي او زیاته یې کړ چې شورا باید «د هغو کسانو غږ او ډال وي چې حقونه یې تر پښو لاندې کېږي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک هم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د برلاسۍ او واکمنۍ تمایل بېرته راګرځېدلی دی.

که څه هم ښاغلي ترک په ځانګړي توګه د افغانستان نوم یاد نه کړ، خو د ښځو د حقونو شاتګ یې د نړیوالې اندېښنې یوه بېلګه وبلله.

د افغانستان د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ټولنیز حضور محدودیتونه له تېرو څو کلونو راهیسې د نړیوالو اندېښنو سبب شوي دي.

د ژینو په دې وروستۍ غونډه کې د نړیوالو چارواکو څرګندونو یو ځل بیا وښوده چې د افغانستان موضوع، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، لا هم د نړیوال بحث په سر کې دي او له غړو هېوادونو غوښتنه کېږي چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG