د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په پاکستان کې محدودیتونو د افغان کډوالو ژوند سخت کړی


د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري وايي چې د پاکستان له لوري په افغان کډوالو باندې محدودیتونو هغوی له سختو مالي او نورو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د دغې ادارې په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې دغو محدودیتونو د ژوند ورځنیو چارو او خدمتونو ته د افغان کډوالو لاسرسی محدود کړی او د هغوی ژوند یې سخت اغیزمن کړی دی.

په راپور کې په ځانګړي ډول د پاکستان د مرکز اسلام اباد، راولپنډۍ، اټک او ځېنو نورو سیمو یادونه شوې چې د پاکستان پولیس په کې افغان کډوال نیسي، ځوروي او یا یې خپل هېواد ته شړي. راپور وايي په دغو ښارونو کې دا ډول پېښې زیاتې دي.

تر دې مخکې په رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو په ځینو کمپونو کې اوبه او برېښنا پرې شوي او تعلیمي مرکزونه تړل شوي دي.

په راپور کې په مشخص ډول نه دي ویل شوي چې پاکستاني پولیسو په دغه لړ کې څومره افغان کډوال نیولي، خو وايي چې تېرکال ۱.۱ میلیون افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې ۱۵۴۰۰۰ یې شړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د بې پولې ډاکترانو سازمان په یو راپور کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي وو چې په پاکستان کې افغان کډوال اړ شوي چې یا په ویره او خطر کې ژوند وکړي او یا نورو ګرانو چارو ته مخه کړي.

په دې راپور کې په ځانګړي ډول د روغتیايي اسانتیاو د نشتوالي یادونه شوې وه او ویل شوي وو چې د بېړنیو نړیوالو بشري مرستو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

د بې‌سرحده ډاکترانو سازمان ویلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر راهیسې زیات شوي او دا مهال د پاکستان حکومت په بې‌پروا ډول او د استوګنې وضعیت ته له پاملرنې پرته ټول افغانان له پاکستان څخه وتلو ته اړ کوي.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیون افغان کډوال اوسېږي چې تر نیمایي زیات یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ملګرو ملتونو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو شړل بند کړي او وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا راتګ وروسته هلته بشري بحران زیات شوی او د کډوالو شړل او ستنول دا کړکیج نور هم زیاتوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG