د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نږدې راتلونکې کې به افغانستان کې کابو شپږ میلیونه کسان د لوږې له امله بیړني حالت سره مخ شي


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د نړیوال خوراکي پروګرام د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ (وږي ۳۰) ویلي چې د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې، به کابو شپږ میلیونه افغانان د لوږې له درکه بیړني حالت سره مخ شي.

په دې راپور کې چې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه بیا د ۲۰۲۳ کال تر جنوري پورې په نړۍ کې د لوږې سره مخ څو سیمو ته پکې اشاره شوې، راغلي چې ښايي له نومبر میاشتې وروسته په افغانستان کې د خوراکي توکو شدیده ناامني او شدیدې لوږې او سړې هوا له امله مړینې د پام وړ زیاتې شي.

د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي دي چې تیر ژمی د افغانستان په لوړو سیمو کې ۲۰ زره کسان له لوږې سره مخ وو.

په دې راپور کې همدارنګه راغلي چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۱۹ سیمې له لوږې سره مخ دي‌ او عاجلو اقداماتو ته اړتیا لري څو د خلکو ژوند یې وژغورل شي، خو په منځ کې شپږ هیوادونه افغانستان، ایتوپیا،. نایجریا، سومالیا، جنوبي سودان او یمن عاجلو بشري اقداماتو ته اړتیا لري.

له دې مخکې د نړۍ د خوړو پروګرام اټکل کړی وو چې په افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه کسان چې د هغه هیواد کابو نیمایي نفوس کیږي د لوږې له شدید کړکیچ سره مخ دي.

دغه پروګرام له اړمنو افغانانو سره د عاجلو بشري مرستو په ترسره کیدو ټینګار کړی وو.

د راپور له مخې، سیمه ایزې جګړې او اقلیمي بدلونونه په یادو هیوادونو کې د شدیدې لوږې اصلي عوامل ګڼل کیږي چې سږ کال د کویډ نولس د اړوندو ناوړه اقتصادي تاثیراتو او پر اوکراین د روسیې برید له امله نور هم زیات شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالو د کچې کمیدل ددې لامل شوي چې خیریه سازمانونه اړمنو خلکو ته لاسرسی ولري خو ماینونو، ناچاودو توکو، له جګړو پاتې انفجاري موادو، اوپراتیفي ننګونو او کمزورو بنسټونو اړمنو خلکو ته د خیریه بنسټونو لاسرسی محدود کړی دی.

د ملګرو ملتونو د اداراتو د معلوماتو له مخې، پاکستان، سریلانکا، زمبابوی او یو شمیر نور افریقایي هیوادونه هم عاجلو بشري مرستو ته ضرورت لري څو یو شمیر وګړي یې له شدیدې لوږې څخه وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG