د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نړۍ دې پر افغان میرمنو او نجونو د ظلم پای ته رسیدلو لپاره فوري اقدام وکړي


 ملګرو ملتونو ویلي کاردي دا ډاډ باید ترلاسه شي، چې لږ ترلږه ۳۰ فیصده افغانستان سره مالي مرستې هغو نوښتونو ته ځانګړې شي چې هدف یې په دغه هیواد کې د جنسیت د برابرۍ او د ښځو د حقونو څخه ملاتړ دی.
ملګرو ملتونو ویلي کاردي دا ډاډ باید ترلاسه شي، چې لږ ترلږه ۳۰ فیصده افغانستان سره مالي مرستې هغو نوښتونو ته ځانګړې شي چې هدف یې په دغه هیواد کې د جنسیت د برابرۍ او د ښځو د حقونو څخه ملاتړ دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په افغانستان کې تل د ښځو د حقونو اړوند مسایل د رژیمونو او نسلونو لپاره یوه مهمه مسله وه، خو کوم ظلم چې په دغه هیواد کې د افغان میرمنو او نجونو حقونو پر وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې وروسته واک ته د طالبانو بیا رسیدلو راهیسې روان دی، پر نسلونو باندې د اغیزې له امله بې ساری دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د دوشنبې په ورځ جون لسم (جوزا ۲۱) په یو تفصیلي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو روان بشري وضعیت د جنسیت د برابرۍ په برخه کې په نړیواله کچه د هدفي لاس وهنو لپاره په بې ساري توګه ننګونې را مخې ته کوي.

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د وینا پراساس، واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې دغې ډلې په منظمه توګه د افغان میرمنو د ملاتړ لپاره د افغانستان قانوني جوړښتونه او سازمانونه لغوه کړي او په ځانګړي ډول یې هغه کسان تر برید لاندې راوستي چې د جنسیتي برابرۍ او د ښځو ځواکمنیدو په برخه کې یې د پرمختګونو څخه د تیر جمهوري رژیم د واک پرمهال د ۲۰۰۱ او د ۲۰۲۱ کلنو ترمنځ ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې دغه ارزونه ښيي چې له حقونو څخه د ښځو محرومیت ډیرې خرابې اغیزې لرلې او پر نسلونو باندې به یې اغیزې دوام وکړي. دغې ادارې ویلي چې پر زده کړو د بندیزاغیزې ښيي چې ۱.۱ میلیونو نجونو له خوا د زده کړو پریښودل او په پوهنتونونو کې له ۱۰۰ زرو څخه د زیاتو ښځو له زده کړو محرول لږ ترلږه ۵۰ فیصده د ښځو د مړینې د زیاتیدو پورې تړاو لري.

په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان پر هغو ناروغیو مري چې درملنه یې شونې ده. خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیا د نړیوال سازمان دا شمیرنې ردې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي په داسې حال کې د طالبانو د پیژندلو په برخه کې د ټولنې لپاره د جنسیت په تړاو ظلم اساس دی، خو افغان میرمنو په ډیر ناسم چاپیریال کې په تیرو نږدې دریو کلنو کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د خپلو ټولنو د خدمت لپاره د حقونو غوښتلو لپاره مبارزې ته په میړانه دوام ورګړی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې الیسون داویدیان په دې اړه ویلي: "افغان میرمنې یو فوق العاده مقاومت له ځان څخه ښيي. د نه باور کیدونکو ګواښونو سره د مخامخ ګواښونو سره سره افغان میرمنې د سازمانونو اداره کولو، کسب وکار او خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي. په کاردي چې مونږ باید د هغوي پر مقاومت پانګونه وکړو."

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د مدني ټولنې ادارو پیاوړتیا ته اړتیا ده په کاردي ملګري ملتونه دوامداره او د تطبیق وړ بودیجه برابره کړي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي، چې لږ ترلږه ۳۰ فیصده افغانستان سره مالي مرستې هغو نوښتونو ته ځانګړې شي چې هدف یې په دغه هیواد کې د جنسیت د برابرۍ او د ښځو د حقونو څخه ملاتړ دی، افغانستان کې د جنسیت د برابرۍ د مستقیم تمویل په برخه کې اړتیا لیدل کیږي.

دې ادارې ویلي: "نړۍ دې د هغو کړنلارود مخنیوي لپاره چې پرته د غوښتنې کولای شي د طالبانود سیاستونو، معیارونو او د تبعیضي ارزښتونو څخه ملاتړ وکړي او یا یې عادي کړي پلي کړي. بشري حقونو په برخه کې د ښځو حقونو ته په ځانګړیتوب سره په ټولو بشردوستانه فعالیتونواو انساني اساسي اړتیاو په اړوند مداخلو کې دې د یوې اساسي جنبې په توګه په پام کې ونیسي."

طالبانو د په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته پر ښځو او نجونو باندې پرله پسې محدودیتونه لګولي دي شاوخوا ۱۰۰۰ ورځې کیږي چې طالبانو په افغانستان کې د لومړنۍ ډورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیر لګولی او نږدې یو نیم کال کیږي چې د پوهنتونو دروازې یې د ښځو او نجونو پرمخ تړلي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

طالبانو حکومت د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو په اړه د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو د پرله بسې غوښتونو سره سره تراوسه ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار اجازه نه ده ورکړې.

طالبانو تراوسه د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

دمخه طالبانو چارواکو د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري سازمانو دغسې راپورونه رد کړي دي او ددغسې راپورونو خپرول یې د طالبانو پرخلاف پروپاکند بللی وو. خو طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول دا هم ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG