د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو افغانستان سره د ۴.۴ میلیاردو ډالرو مرسته غوښتې


ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۱) له مرسته کوونکو څخه په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د ۴.۴ میلیاردو غوښتنه کړې.

یاد سازمان دا مرستې د افغانستان د راتلونکې لپاره چې واک ته د طالبانو په رسیدو او د امریکا له وتلو وروسته ستونزمن حالت سره مخ شوی، ضروري ګڼلي دي.

ملګرو ملتونو ویلي دا غوښتل شوي پیسې چې تقریبا د یاد هیواد د ناخالص تولید یوه ربع جوړوي، د یوه هیواد لپاره تر اوسه تر ټولو ستره غوښتل شوې مرسته ده.

دا غوښتل شوې مرسته همدارنګه د هغه رقم څخه درې برابره زیاته ده چې د امریکا له ملاتړ څخه د برخمن حکومت تر ړنګیدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې هغه هېواد ته ځانګړې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري څانګې مشر مارټین ګریفیتز په ژنیف کې خبریالانو ته وویل: "دا د تشې مخه نیسي، د هغې تشې د مخنیوي لپاره ډیره ضروري ده چې موږ یې نن ورخ د نړیوالې ټولنې په مخ کې وړاندې کوو."

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې پر دې غوښتل شوې مرسته به د مارچ په نیمایي کې د تعهداتو په یوه کنفرانس کې بحث وشي.

خو اسوشیټد پرس خبري آژانس خبر ورکړی چې د امریکا د تازه ۳۰۸ میلیونو په ګډون یو شمیر هیوادونو له وړاندې خپلې مرستې اعلان کړي دي او نورې داسې نښې هم شته چې نورې مرستې به په خاص ډول د غربي هیوادونو له خوا اعلان شي.

ښاغلي ګریفیتز زیاته کړه:"له دې مرستو پرته به کومه راتلونکې نه وي. دا مرستې باید وشي او له دې پرته به مشکلات وي."

د تیر کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو، د بهرنیو مرستو په بندیدو او د طالبانو په واکمنیدو سره د افغانستان کمزوری اقتصاد د له منځه له خطر سره مخ دی، ځکه د خوراکي موادو بیه د لوړیدو په حال کې ده او فقر پراخ شوی دی.

پر طالبانو د لویدیځ د بندیزونو له امله هغه هېواد ته د خوړو او درملو په شان د اساسي توکو لیږد هم بند شو خو د تیر کال په ډسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د واشنګټن له خوا د یو شمیر استثناو په رامنځ ته کیدو سره یو څه سهولت رامنځ ته شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري څانګې مشر ګریفیتز چې له طالب چارواکو سره ویني، څرګنده کړې ده چې د بشري مرستو پلانونه په دقیق ډول کتل شوي چې مرستې طالب چارواکو ته نه بلکې په مستقیم ډول د افغانستان خلکو ته ورسیږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ رئیس فلیپو ګراندې ویلي د امنیت ښه والي دا فرصت رامنځ‌ ته کړی چې د اوږدو جګړو له امله میلیونونو بیځایه شویو ته د بیرته ستنېدو زمینه مساعده شي.

نوموړي زیاته کړه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ۱۷۰ زره کسان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

ګرانډي وویل: "د طالبانو او پخواني دولت تر منځ جګړه پای ته رسیدلې ده او امنیت ښه شوی کوم چې زه فکر کوم باید له دې موقع څخه استفاده وکړو."

خو د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي وویل، ددې کار لپاره امکاناتو ته ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG