د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ځانګړي استازي له حامد کرزي او عبدالله سره خبرې کړې


د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی له ښاغليو کرزي او عبدالله سره خبرې کړې
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی له ښاغليو کرزي او عبدالله سره خبرې کړې

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی تامس ویست وایي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت د ملي مصالحې د شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په تیلیفون کې خبرې کړي دي.

ښاغلي ویست د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دغو خبرو کې د افغانانو د حمایت په اړه د نړیوال تعامل، اقتصادي او بشري وضعیت، د ښځو او نجونو او اقلیتونو د حقونو په اړه بحثونه شوي دي.

ښاغلي کرزي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې په دغې تیلیفوني مکالمې کې یې د ښوونکو او صحي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې او د افغانستان نجونو ته د تعلیم د زمینې په برابرولو خبرې کړي دي.

ښاغلي عبدالله هم په خپل فیسبوک کې لیکلي دي ‌چې په دغو خبرو کې د خلکو د ستونزو د حل لپاره یې په عملي طرحو نظرونه تبادله کړي دي.

په همدې حال کې د امریکا متحدو ایالتونو نن د افغانستان له خلکو سره د څه باندې ۳۰۸ میلیون امریکايي‌ ډالرو بشري مرستې اعلان کړې.

دا مرستې له هغه وروسته اعلان شوې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري کړکیچ د مخنیوي لپاره له هغه هېواد سره د مرستو تازه غږ وکړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو نړیواله پراختیايي اداره "USAID" وايي‌ چې دا مرستې به اړمنو او اسیپ پذیزه افغانانو ته د خوراکي‌ موادو، غذا اوروغتیايي اسانتیاوو په برابرولو، د ژمي په پروګرامونو او لوژیستیک په برخو کې لګول کیږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دا خبره واضحه کړې ده چې بشري مرستې به مستقیمآ افغانانو ته انتقالیږي‌ او د امریکا متحده ایالتونه به د افغانانو لوی بشري مرسته کوونکی هېواد وي.

د دغو مرستو له اعلان وروسته، د ۲۰۲۱ د اکتوبر له میاشتې په افغانستان کې له خلکو سره او په سیمه کې له افغان کډوالو سره د امریکا د بشري مرستو اندازه ۷۸۲ میلیون ډالرو ته رسیږي.

امریکايي وايي چې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ته ژمنه ده. ملګري ملتونه وايي څه باندې ۲۳ میلیون افغانان د لوږې له خطر سره مخامخ دي، ماشومان د خوارځواکۍ له رنځ څخه کړېږي او ښوونکي له معاشونو پرته کارکوي.

XS
SM
MD
LG