د لاس رسي وړ اتصالات

په ۱۷ ولایتونوکې د کرونا د واکسین کمپاین پیل شوی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي، چې په ۱۷ ولایتونو کې د کرونا د ویروس د ناروغۍ پر ضد کمپاین پیل شوی، چې د جون د میاشتې تر اتمې ورځې پورې به دوام ولري.

یونیسف د پنجشنبې په ورځ جون اول ( جوزا یوولسم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې ددغه کمپاین په ترڅ کې به ۲.۳ میلیونو ښځو او سړو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق شي.

یونیسف ویلي:" که چیرې تاسو د کرونا ضد واکسین نه وي اخیستی نو اوس هم ناوخته نه دی. زمونږ هدف ۲.۳ میلیونو ښځو او سړو ته د کرونا واکسین لومړی ډوز او هم یې تقویتي دوز ورکول کېږي. دا کمپاین به د جون د میاشتې تر اتمې دوام لري".

دغه کمپاین د کابل په ګډون په اولسو ولایتونو کې پیل شوی دی. یونسیف او د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې دا کمپاین د واکسین د نړیوال ائتلاف په همکارۍ د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ پیل کړی دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې 'ډبلیو ایچ او' د مارچ په ۱۹ (کب ۲۸) ویلي ، چې د فبرورۍ په میاشت کې هم په ۱۷ ولایتونو کې شاوخوا ۲.۳ میلیونو کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی و.

د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي و، چې د دغه کسانو له ډلې ۱.۲ میلیون یې ښځې او نجونې وې

د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلوماتو په اساس د روان کال تر جنورۍ میاشتې پوري د افغانستان د نفوس ۳۲.۳ فیصدو وګړو لږ تر لږه یو ځل د کرونا واکسین تر لاسه کړی دی.

په افغانستان کې د کرونا واکسین لومړۍ پېښه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه نېټه په هرات ولایت کې ثبت شوه چې وروسته د هیواد نورو سیمو ته هم پراخه شوه.

د ورلډو میترزپه نوم د انټرنیټي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې تراوسه د کرونا ویروس ۲۲۱ زره او ۷۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۷۹۱۴ کسان پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې له خلکو څخه غوښتي و هغه کسان چې عمر یې تر ۵۰ کلونو پورته وي او د وینې لوړ فشار، تنفسي، د زړه، شکرې او یا هم د سرطان ناروغي ولري باید د کرونا واکسین وکړي.

XS
SM
MD
LG