د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: د کوویډ۱۹ خطر به سږکال د انفلونزا په څیر شي


د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټډروس اډهانم ګبریسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټډروس اډهانم ګبریسوس

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۶) وویل چې د کوویډ-۱۹ وبا خطر ښایي سږکال د انفلوونزا ناروغۍ په څیر د خطر کچې ته راټیټ شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډاډ څرګند کړ چې د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې به وکولای شي د کرونا وبا بیړنی حالت پای ته ورسوي او زیاتوي چې ددې ویروس د وبا پړاو د پای ته رسیدو په اړه ډیر هیله من دي.

تیره اونۍ درې کاله پوره شول چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې په چین کې رامنځته شوې کرونا ویروس لومړی ځل د وبا په توګه اعلان کړ.

د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړني حالتونو رئیس میکل ریان په یو خبري کنفرانس کې وویل، "زه فکر کوم چې موږ هغه ځای ته رسیدلي یو چیرې چې موږ کولی شو کوویډ - ۱۹ ته په ورته ډول وګورو لکه څنګه چې موږ موسمي انفلونزا ته ګورو."

هغه زیاته کړه لکه څنګه چې د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ویلي، "روغتیا ته یو ګواښ، یو ویروس چې وژنو ته به دوړام ورکړي. خو یو ویروس چې زموږ ټولنه یا زموږ د روغتون سیسټمونه نه ګډوډوي، او زه باور لرم چې دا [حالت] به سږکال راشي."

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیډروس اډهانم ګیبریسوس ویلي چې نړۍ اوس د وبا د وخت د بل هر وخت په پرتله په خورا ښه حالت کې ده: "زه ډاډه یم چې سږکال به موږ وکولای شو ووایو چې کوویډ- ۱۹ د عامه روغتیا د نړیوالې اندیښنې د بیړني حالت په توګه پای ته رسیدلی دی."

ښاغلي تیډروس د جمعې په ورځ وویل چې دې سازمان د نړیوالې روغتیا اضطراري حالت اعلان کړ ترڅو هیوادونه پرېکنده اقدام وکړي، خو د هغه په وینا ټولو هیوادونو دا کار ونه کړ.

هغه زیاته کړه، چې د کوویډ - ۱۹ د رامنځته کیدو څخه درې کاله وروسته ددې وبا په وجه نږدې اوه میلیونه مړینې راپور شوي، خو د هغه په وینا "که څه هم موږ پوهیږو چې د مړینې اصلي شمیر خورا لوړ دی."

XS
SM
MD
LG