د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د طالبانو د مشرانو پر سفر د بندیز په اړه خبرې کوي - راپور


خبري سرچینې وايي، د ۱۳ طالب چارواکو پر سفر د بندیز معافیت د غځولو پر سر د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې بحثونه پیل شوي دي. ددغو طالب چارواکو پر سفر د بندیز معافیت موده په راتلونکو دوو ورځو کې پای ته رسیږي.

د الجزیرې خبریالې امنډا پرایس د یو شمېر دیپلوماتانو له قوله پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، روسیې او چین وړاندیز کړی چې ددغو ۱۳ طالب مشرانو پر سفر د بندیز معافیت دې د ۹۰ ورځو لپاره وغځول شي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نورو غړو بریتانیا، فرانسې، البانیا او ایرلنډ یې مخالفت کړی دی.

دغې خبریالې زیاته کړې چې متحدو ایالتو غوښتي وو چې یوازې ۶ طالب چارواکو ته دې اجازه ورکړل شي چې دوحې ته سفر وکړي چې د هغې په خبره، له دې وړاندیز سره چین او روسیې مخالفت کړی دی.

د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو ۱۵ تنه چارواکو ته د خبرو او مذاکراتو لپاره بهر ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوې وه خو د جون په ۲۰مه دغه سازمان وویل چې د طالبانو د دوو چارواکو (د معارف د وزارت مرستیال سید احمد شهیدخېل او د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني) د سفر اجازه لغوه شوې او د پاتې ۱۳ کسانو موده د دوو میاشتو دپاره غځول شوې ده.

ددغو پاتې ۱۳ طالب چارواکو پر سفر د بندیز معافیت د شنبې په ورځ (۲۰ اګست) پای ته رسیږي.

د بشري حقونو څار سازمان کې د میرمنو د څانګې مسئوله هېدر بار وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو او په ځانګړي ډول د نجونو د متوسطه ښوونځیو او لېسو نه پرانیستل کېدو ته په کتو، ملګرو ملتونو ته ښايي چې طالب چارواکو پر سفر د بندیز دغه معافیت له منځه یوسي.

مېرمن بار امریکا غږ ته وویل: " تر هغې چې طالبان د مېرمنو او نجونو پر حقونو تیری کوي، په ازاده توګه د هغوی پر ګرځیدو بندیز لګوي، له طالبانو دې هم دا ازادي واخیستل شي او ورته اجازه ور نه کړل شي چې هر ځای غواړي سفر وکړي. د دوی پر ګرځیدو دې هم بندیز ولګول شي".

د افغانستان لپاره، په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال، مارکس پوتزل وايي، طالبانو ته د تېر حکومت جوړښتونه ورپاته دي خو کارکوونکو ته یې د شک په سترګه ګوري، مېرمنې یې له دندو لیرې کړیدي، او د ظرفیت د کمښت سره مخ دي.

پوتزل د امریکا غږ سره په مرکه کې، له نړیوالې ټولنې څخه د طالبانو غوښتنو ته په اشارې سره وویل: "هغوی غواړي چې په رسمېت وپیژندل شي، کنګل شوې پیسې یي خوشې شي او بندیزونه ترې لیرې شي. موږ ورته وایو چې سمه ده دا کار به وکړو، خو تاسو اړ یاست چې مشخص معیارونه پوره کړئ، او تر هغې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي مو پرانیستي نه وي، او د مېرمنو او ژورنالستانو حقونه او د خلکو د نظر ورکولو حقونه تضمین نکړئ، دا به ډېره ستونزمنه وي چې دا غوښتنې مو ومنل شي".

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي په راتلونکو دوو ورځو کې د طالب چارواکو پر سفر د بندیز معافیت د غځولو یا پای ته رسولو پرېکړه وکړي.

د افغانستان د چارو شنونکی طارق فرهادي وايي، ښايي ددې پرېکړې له مخې، طالب چارواکي د چین، روسیې او قطر پرته نورو هېوادونو ته د سفر کولو امکان ونلري.

واک ته د طالبانو له رسېدو یو کال پوره شو، خو لا هیڅ کوم هیواد د دوی حکومت په رسمېت نه دی پیژندلی.

نړیوال د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان پر بشري وضعیت او د نجونو د ښوونځیو پر تړل کېدو نیوکه کړې ده. د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د نجونو د تړلو ښوونځیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ددغه سازمان د آسیا د څانګې څېړونکې فرشته عباسي وايي: "د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو په برخه کې طالبان انعطاف پذیر ندي او دې کار وضعیت نور هم سخت کړی دی او زه فکر کوم چې د طالبانو په رسمیت پيژندل خو ډېره لیرې خبره ده. دې وضعیت حتی د نړیوالې ټولنې د هغو غړو هېوادونو دپاره هم کار ستونزمن کړی دی چې غواړي له طالبانو سره همکاري ولري".

د طالبانو په مشرانو د سفر بندیز لګولو او نړیوال مشروعیت مسئله په داسې وخت کې راپورته کیږي چې طالبانو نن پنجشنبې په کندهار کې "ستره ولسي غونډه" رابللې ده، چې پکې پر اقتصادي، سیاسي چارو، کورني مشروعیت او نورو مسایلو باندې خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG