د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د "انساني ناورین" په اړه ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی


د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۱( وږې لسمه) خبرداری ورکړ چې افغانستان د "انساني ناورین" ته د تلو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مسول رامیز الکباروف وویل منازعې، وچکالۍ او د نړیوالې ټولنې د مرستو کموالی هغه علتونه دي چې د افغانستان خلک له 'انساني کړکیچ" سره مخ کوي.

ښاغلي الکباروف وویل، ملګرو ملتونو د عاجل مالي تمویل غوښتنه کړې څو افغانستان ته خوراکي مواد انتقال شی. د ملګرو ملتونو ددې چارواکي په وینا، لږ تر لږه ۲۰۰ میلیونه ډالره پکار دي‌ څو په افغانستان کې ماشومانو ته عاجل خوراکي مواد ورسیږي.

نوموړي زیاته کړه:" د خوراکي موادو د اوسنۍ اړتیا د پوره کیدو لپاره موږ یوازې د خوراکي موادو د سکټور په برخه کې حد اقل ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته ضرورت لرو څو وکړای شو بیوزلو کسانو ته خوراکي‌ مواد ورسوو او ماشومان له زیان سره تر ټولو مخه طبقه ده. په افغانستان کې څه باندې پنځوس سلنه ماشومان له شدید خوارځواکۍ څخه رنځیږي."

د ملګرو ملتونو دې چارواکي وویل، که مرستې په موقع ونه رسیږي، په افغانستان کې به ماشومان خوراکي موادو ته لاسرسی ونلري.

ښاغلي الکباروف همدارنګه زیاته کړه چې د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې تر وروستیو پورې به په افغانستان کې د نړۍ د خوراکي ‌توکو د پروګرام زیرمې مصرف شي او دا سازمان به ونشي کړای اړمنو کسانو ته خوراکي مواد مهیا کړي، مګر دا چې په وخت اقدام وشي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي ویلي، په ټول افغانستان کې حد اقل ۳۳ سلنه خلک په دې ډاډمن ندي چې هغوی او کورنۍ به یې یو وخت خوړو ته لاسرسی پیدا کړي‌ که نه؟

د ملګرو ملتونو یاد چارواکي‌ ویلي په افغانستان کې د "انساني کړکیچ" د مخنیوي لپاره دې سازمان د ۱.۳ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ، خو تر اوسه یوازې ۴۰۰ میلیونه ډالره ټول شوي. نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د انساني کړکیچ د مخنیوي لپاره ، باید همدا اوس لازم اقدامات وشي.

د مالي مرستو لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې پر کابل د طالبانو له واکمنیدو وروسته، غربي هیوادونو او یو شمیر نړیوالو سازمانونو د افغانستان په میلیاردونو ډالره په نړیوالو بانکونو کې کنګل کړي دي.

XS
SM
MD
LG