د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوایي ډګر بندیدل؛ افغانانو ځمکنیو سرحدونو ته مخه کړې

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په بشپړه وتلو سره په هیواد کې د ناڅرګند وضعیت او د واک د تشې په وجه په زرګونو افغانانو د هیواد نه د وتلو د هڅو په ترڅ کې د ګاونډیو هیوادونو سرحدونو ته مخه کړې ده.

پداسې حال کې چې د کابل نړیوال هوایي ډګر فعال ندی او د الوتنو پرمخ تړل شوی، هغه افغانان چې د بهرنیو پوځیانو او بنسټونو سره د خپلې کاري سابقې په وجه د طالبانو د غچ اخیستنې نه ډاریږي، د ایران، پاکستاناو د منځنۍ اسیا د هیوادونو په سرحدي دروازو کې په کتارونو کې ولاړ دي.

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې زیات شمیر افغانان د تورخم د سرحدي دروازې مخ ته ولاړ دي او د پاکستان په لور د دروازې خلاصیدو ته انتظار باسي.

یو عیني شاهد د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې په زرګونو کسان نور د اسلام قلعه په بندر کې راټول شوي او ایران ته د ننوتلو هڅه کوي.

د اګست په ۱۵د طالبانو له لورې د کابل له نیولو وروسته د افغانستان څخه د تخلیې عملیاتو په ترڅ کې چې متحده ایالاتو یې مشري کوله د اګست تر ۳۱پورې ۱۲۳زره کسان د کابل د هوایي ډګر له لارې د افغانستان څخه ایستل شوي دي. خو لا هم د نړیوالو ځواکونو د ترجمانانو او همکارانو څخه نیولې تر خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو پورې په افغانستان کې پاته دي.

یواځې جرمني اټکل کړی چې د ۱۰څخه تر ۴۰زرو پورې کسان چې د هغه هیواد د پوځیانو او سازمانونو سره همکار وو او د خطر سره مخامخ دي باید له افغانستان څخه وایستل شي.

د کابل د هوایي ډګر پرانستل

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ییف لودریان، ویلي دي چې طالبان د قطر او ترکیې سره په خبرو بوخت دي چې د کابل هوایي ډګر پروازونو ته تیار کړي، خو د ښاغلي لودریان، په وینا ښایي ددې مذاکراتو نهایي کیدل ورځې او یا اونۍ ونیسي.

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سرحد تړلی دی، خو د ازبیکستان حکومت ویلي دي چې جرمني ته د افغانانو د ترانزیت په پروازونو کې به همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د یو پریکړه لیک په صادرولو سره د طالبانو ډله وهڅوله چې د هغو افغانانو وتلو ته مصوونه زمینه برابره کړي چې د هیواد نه د وتلو نیت لري.

طالبانو ویلي دي چې ددې ډلې مشرانو ټولو هغو افغانانو ته چې د بهرنیو ځواکونو او د افغانستان د پخوانیو حکومتونو سره یې کار کړی د "عفو" فرمان صادر کړی دی. د طالبانو مشرانو همداشان د افغانانو څخه غوښتي چې خپل هیواد ته ستانه شي او د هیواد په بیارغاونه کې ونډه واخلي.

د طالبانو ډلې په ظاهره پدې خاطر چې نړیوالو ته خپل اوسنی حکومت د پخوا په پرتله معتدل معرفي کړي ژمنه کړې چې د بشري حقونو رعایت به وکړي. طالبانو په ۱۹۹۶کې هم ژمنه کړې وه خو د کابل د نیولو په لومړنۍ ورځ یې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله لومړی وواژه او بیا یې په دار وځړاوه، د ښځو او نجونو د زده کړو او کار کولو حق یې سلب کړ او ډیر سخت دریځه قوانین یې پلي کړل.

د حکومت نه شتون

سره له دې چې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو تر اوسه ۱۸ورځې تیریږي دغې ډلې تر اوسه نوی حکومت ندی اعلان کړی او د حکومت د شکل په اړه یې هم خپل نیت ندی څرګند کړی.

خو برعکس په ۱۹۹۶کې دغې ډلې د کابل له نیولو وروسته په څو ساعتونو کې خپله د رهبرۍ شورا جوړه کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د طالبانو سره نژدې اړیکې لري د سه شنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان د عمومي رایو په اساس نوی حکومت جوړ شي.

له بلې خوا د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړیدو په سر په کندهار کې د طالبانو د مشرانو د سلا مشورو وروسته ټاکل شوې ژر د نوي حکومت غړي اعلان کړي. لهبلې خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي طالبانو ته په کار دي، چې په حکومت کې په کارپوه او مسلکي افغانانو ته هم ځای ورکړي.

کابل کې د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق وايي، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند په مشرۍ د طالبانو مشرتابه شورا له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکايي سرتیرو د وتلو په ګډون په یو شمیر مسلو چې د نوي حکومت جوړیدل هم په کې شامل دي په کندهار کې ددغې شورا په درې ورځنیو غونډو کې په تفضیل خبرې کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG