د لاس رسي وړ اتصالات

محمد: د نجونو تعلیم باید د طالبانو د رسميت پېژندلو اساسي شرط وي 


افغانې نجونې
افغانې نجونې

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد ویلي دي چې د نړیوالې ټولنې له لورې دې د نجونو تعلیم د طالبانو د دولت د رسمي پېژندلو لپاره اساسي شرط وي.

مېرمن محمد د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان د نجونو د تعلیم په اړه یوې غونډې کې دا خبرې وکړې. په دغې غونډه کې یو شمېر افغان ښځو هم ګډون کړی و.

نوموړې همدغه راز وویل چې له افغانستان سره مرستې هم باید «مطلقآ» د افغان نجونو او ښځو د تعلیم لپاره شرط شي.

هغې وویل: «موږ باید هوډ ولرو: پېژندنه [په رسمیت پېژندنه] ستاسو له ظرفیت سره تړلې چې د نړیوالې کورنۍ یوه برخه شئ. دا ځینې مشخص ارزښتونه او حقونه لري چې باید مراعت شي. تعلیم او په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو تعلیم لومړی او په محور دی.»

نوموړې نړیواله ټولنه وهڅوله چې د افغانستان د ښځو له تجربو دې ګټه واخلي او د تېرو شل کلنو لاس ته راوړنو د ساتلو لپاره دې د هغوی ننګه وکړي.

هغې افغان ښځو ته په خطاب کې وویل: «ډاډه اوسی چې موږ ستاسو د غږ بدرکه کول روان ساتو او په [افغانستان] کې د هر دولت د رسمي پېژندلو لپاره د نجونو تعلیم اساسي شرط ګرځوو.»

کابل ته د طالبانو له ننوتلو څو اونۍ وروسته د هلکانو ټول او د نجونو ابتدايي ښوونځي بېرته پرانیستل شول، مګر د نجونو منځني او عالي لېسې لا هم تړلي دي.

د طالبانو د حکومت د معارف وزارت اعلان کړی دی چې د نجونو د تعلیم په اړه په تګلارې باندې کار روان دی او لا بشپړ شوی نه دی.

تېره اونۍ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعاوې رد کړې چې ګنې دوی د نجونو د تعلیم مخه نیسي. هغه وویل چې د ترانسپورت په یو خاص سیستم باندې کار روان دی چې نجونو وکولای شي د امنی په فضا کې ښوونځیو ته ولاړې شي.

XS
SM
MD
LG