د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په طرحې کار روان دی


طالبان: د ښځینه ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پيل په اړه پرېکړ نه ده شوې
طالبان: د ښځینه ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پيل په اړه پرېکړ نه ده شوې

د طالبانو د حکومت د د پوهنې وزارت وايي تر دا مهاله د نجونو د تعلیمي لړۍ د پیل په اړه پریکړه نده شوې او په وینا یې د بیا پرانیستلو پر طرحه کار روان دی.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ټاکل شوې د نجونو ښوونځي سبا (شنبه) پيل شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت نن جمعه سپټمبر ۲۴ ( تله دوهمه) په دې اړه خپاره شوي راپوورنه اوازې بللي او ویلي دي چې تر دا مهاله په دې اړه هیڅ پرېکړه نه ده شوې.

په اعلامیه کې راغلي: "د ښځینه ښوونځیو د بیا پرانیستلو په طرحه کار روان دی، چې پایلې به یې وروسته د افغانستان معززو خلکو سره د پوهنې وزارت د رسمي ویب پاڼې له لارې شریکې شي."

د طالبانو د پوهنې وزارت د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۸ د هلکانو ښوونځي پرانېستل، خو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته ویلي د نجونو د ښوونځیو بندېدو په اړه اوازې حقیقت نلري او په خبره یې دا ښوونځي به هم ډېر ژر پرانیستل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا (یونیسف) ویلي چې ښوونځيو ته د افغان نجونو تګ باید له پامه ونه غورځول شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلامیه کې ویل شوي: "موږ ډېر اندېښمن یو چې ممکن په اوس مهال کې زیاتو نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورنکړل شي."

یونیسف ټینګار کړی چې نجونې باید شاته پاتې نشي او ټولې نجونې زده کړو ته لاسرسی ولري ځکه ښځينه ښوونکو ته اړتیا لیدل کیږي.

په بیان کې ویل شوي چې تر بشري ناورین مخکې ۴.۲ میلیون افغان ماشومان له ښوونځيو څخه محروم و چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

یونیسف زیاته کړې چې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او په وینا یې د ښوونځیو شمېر دوه برابره شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په ښوونځيو کې د ماشومانو شمېر له یو میلیون څخه ۹.۵ میلیون ته لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG