د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د هرات د زلزله ځپلو د قربانیانو له نیمايي زیاتې ښځې دي


د ملګروملتونو د ښځو د چارو ادارې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې ددغو زلزله ځپلو او د قربانیانو له نیمايي څخه زیات یې بالغه ښځې دي.

دا راپور چې د شنبې په ورځ ناوخته اکتوبر۲۱ (تلې ۲۹) خپور شوی د اکتوبر د ۱۷ ورځې پورې ددغې ادارې د لومړنیو موندنو په اساس په زلزلو کې د مړه شویو کسانو ۸۵ فیصده مشران دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د زلزلو وروسته د لادرکه شویو تر ۶۱ فیصدو پورې ښځې دي او ۵۳ فیصده هغه کسان چې په زلزلو کې یې سخت زیان لیدلی هم ښځې دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "دا ددې واقعیت له امله دي چې ښځې تر نورو زیاتې په کورونو کې پاتې کیږي، همدارنګه د فرهنګي ستونزو او د اوسنیو چارواکو له خوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو له امله دي، په داسې حال کې چې د لومړۍ زلزلې پر مهال سړیو له کورونو بهر کارکوه ، ښځې په کورونو کې دننه وې، ډیرې زیاتې زیانمنې شوي دي."

ددې راپور پر اساس په زلزله ځپلو سیمو کې تر پنځه فیصده پورې کورنۍ د ښځو له خوا اداره کیدلې

د زلزله ځپلو ښځو ستونزې

د ملګروملتونو د ښځو د چارو ادارې ویلي، چې دا کورنۍ ځانګړي اړتیاوې لري او د هغوی لاس نیوی باید د یو ګډ پلان پراساس په پام کې ونیول شي، ځکه چې د ملګرو ملتونو دا اداره په دې باور ده چې کیدای شي دغه کورنۍ نارینه خپلوان ونلري چې د هغوی له خوا مرسته ترلاسه کړي.

په دې راپور کې ویل شوي:" ښځو ددې یادونه کړې چې د خپلوانو د یو نارینه د تذکرې پرته مرستې ترلاسه کړي، کومې ښځې چې عملآ د خپلې کورنۍ سرپرست ونلري."

دغې ادارې ټینګار کړی چې د هغو کورنیو لپاره چې سرپرستې یې ښځې کوي په کار دي په ټولنه کې د هغوی په اړه د معلوماتو د راټولولو او د کور په کور مرستو د ویشلو له لارې مرستې ورسره وشي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د کشک ربلط سنګي په ولسوالۍ کې ۹ فیصده کورنۍ او د غوریانو او ګلران ولسوالیو کې اته –اته فیصده کورنۍ د ښځو له خوا یې سرپرستې کیږي، خو دا ولسوالۍ د مرستو ته اړو کسانو ته د مرستو د رسولو د بهیر د سختیدو او د ژمي د موسم د رارسیدلو له امله د مرستو د روسولو لپاره په بیړني ډول یو قوي پلان ته اړتیا لري ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې مرستو ته اړ کسان له مرستو محروم پاتې نشي.

د ملګروملتونو د ښځو د ادارې په دې راپور کې د خیمو لاندې ژوند ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د ډاډمنې سرپناه، اوبه ، روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی ددغو زلزله ځپلو کورنیو لومړۍ اړتیاوې جوړوي.

په دې راپور کې د جنسیت پر بنسټ معیارونو ته په پاملرنې همداشان د ګاونډیانو سره د ښځو د خیمې د نه شریکولو مسلې ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې ښځو ته دا مناسبه نه ده چې د خپلوخپلوانو پرته پردیو سړو سره نږدې اړیکې ولري.

په دغه راپور کې د پرله پسې زلزلو او د زلزلو وروسته ټکانونو یادونه هم شوې او ویل شوي چې دغو زلزلو ښځو ته روحي ستونزې را ولاړې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG