د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه او څو نورې نړیوالې ادارې د هرات زلزله ځپلو د اړتیاو معلومولو ارزونه کوي


د ملګرو ملتونود انکشاف پروګرام (UNDP) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې، نړیوال بانک او د اسیا پرمختایي بانک سره یې د هرات ولایت وروستیو زلزلو کې د پیښ شویو زیانونو او د خلکو د اړتیاو د معلومولو د ارزولو لپاره یو لیک لاسلیک کړی دی.

د ملګرو ملتونو انکشاف پروګرام د یکشنبې په ورځ اکتوبر۲۲( تلې ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې ددغه لیک د لاسلیک په مراسمو کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال ډانیل فیټر انډرس، کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې، د نړیوال بانک او اسیايي پرمختايي بانک استازو کډون کړی و.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي:" زلزله ځپلو سستونزو ته د ځواب ویلواو پیښ شویو زیانونو او د خلکو د اړتیاو د معلومولو ارزونه د زلزلو وروسته له ویجاړیو څخه د مصیب ځپلو د راوتلو او هغوی سره د مرستې په برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډې هڅې منعکس کوي".

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې په تیرو دوو اونیو کې د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې درې زلزلې شوي دي. لومړۍ زلزله د اکتوبر اووم ( تلې ) ، دوییمه د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او درییمه د اکتوبر۱۴( تلې۲۲) وشوې چې د دغو زلزلو سربیره په دغه موده کې له لسو زیات د زلزلې نور ټکانونه هم د هرات ولایت او شاوخوا سیمو کې احساس شوي دي.

د ملګروملتونو د انکشاف پروګرام د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له درې زره ۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

د ملګروملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲ زره او ۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶ زره ۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

ملګروملتونو د انکشاف پروګرام ویلي:" له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو کسانو مړینه او له ۲۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو ټپي کیدل تائید شوي دي. هغوی چې بچ پاتې په اساسي ډول په خیمو کې اوسیږي، په دوامدار ډول سړه هوا زغمي او اوبو، روغتیايی خدمتونو، خوړو او بشپړ ډول سرپناه ته اړتیا لري. ډیرو زلزله ځپلو هرڅه له لاسه ورکړي دي".

د ملګرو ملتونو انکشاف پروګرام ویلي، چې ددغې ارزونې په ترڅ کې به د روغتیا، پوهنې، سرپناه ، کرهڼې، بدیل معیشت او نورو سکټرونو باندې د زلزلې اغیزو د ارزولو سربیره د خلکو په ژوند باندې د زلزلې اغیزې هم وڅیړل شي.

د ملګرو ملتونو انکشاف پروګرام ویلي:" همداشان دا ارزونه به د بیا رغونې مصرف او د بیا رغونې لپاره د اسانتیاو د برابرولو په برخه کې اړین مهم ارقام چمتو کړي، چې په ډیرو سختو زلزله ځپلو سیمو کې انعطاف منل پیاوړي کړي".

په دغه خبرپاڼه کې افغانستان کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال ډانیل فیټر انډرس ویلي، چې زلزله ځپلو د خپل ژوند د بیا پیلیدلو لپاره هڅې پیل کړي دي.

هغه ویلي: "کوم څه چې مهم دي هغه دادي، چې مونږنه یوازې د خلکو سره ددغه ازمایښت څخه د بچ پاتې کیدو لپاره مرسته کوو همدارنګه په ښه ډول د ژوند د بیا پیلیدو په برخه کې چې ګډوډ شوی وهم مرسته وکړو".

افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر شارژدافیرې رافائلا ویلي، چې بشپړ او سم ارقام به ټولو مرسته کوونکو ادارو سره د زلزله ځپلو د اړتیاو پراساس د بیا رغونې د پلان په جوړولو کې مرسته وکړي. د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویلي، چې د همدې له امله ددغې ارزونې څخه ملاتړ کوي. د اروپايي ټولنې دغې چارواکې یو ځل بیا ویلي، چې دا ټولنه د افغانانو اساسي اړتیاو او د بدیل معیشت د برابرولو له هڅو ملاتړ کوي.

د ملګروملتونو د انکشاف پروګرام د افغانستان د دفتر مشر سټیفن رودریګریس ویلي، چې دا په رښتیا زړه ماتوي، چې ګوري هغه خلک چې د ۴۰ کالو ناخوالو ځپلي یو ځل بیا په دومره لویه کچه د ناورین څخه کړیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG